شنبه, مې 18, 2024
Home+د کوویډـ ۱۹واکسين او ويش یې....| جان روان ځاځی

د کوویډـ ۱۹واکسين او ويش یې….| جان روان ځاځی

دلته نه غواړم، چې د کوويډـ۱۹ ويروس په اړه مقدماتي خبرې وکړم، خو له کله چې دغه ويروس د بشر ګرېوان ته لاس اچولی، تر دې دمه يې ترې د امن ساه نه ده اخېستې. 

دغه ويروس په نړۍ کې ډېر چټک خپور او پر ګردو هيوادونو يې ډېر ژر د وېرې او ډار مرګونی څادر وغوړاوه، په ټوله نړۍ کې ميليونونه خلک پرې اخته دي، د سلګونو زرو کسانو ژوند يې اخيستی او لا هم د سمندر سر دی، پته یې نه لګيږي، چې تر کومې به بشر پسې نښتی وي. نړيوال هم ارام نه دي ناست، له هغه وخته، چې دغه ويروس پيدا شوی، د وقایې او مخنيوي په هڅه کې يې دي، که څه هم د ويروس د پيدا کېدو په لومړيو وختونو کې لويو هيوادونو هغسې چې لازمه وه، پر وړاندې يې مسؤلانا چلند ونکړ، د دې پر ځای چې د ويروس د مخنيوي لارې چارې یې پيدا کړې او بيړني ګامونه يې پورته کړي وای، په خپل منځ کې په ناندريو اړم شول او يو پر بل يې تورونو لګولو ته زور ورکړی و.

واکسين

خبري رسنۍ په دې وروستيو کې ګرمې ګرمې تاويږي او د کوویډـ۱۹ ويروس ضد واکسينونو د جوړېدو او عامه تطبیق پړاو ته د رسيدو خبر ورکوي او د نړيوالو هيلې يې راټوکولې دي. 

د روغتيا نړيوال سازمان څه باندې شل د کوويډـ۱۹ واکسينونه د کلینيکي ازموينې لپاره منلي دي او د نړۍ بېلا بېل هيوادونه په دې هڅه کې دي، چې خپلو وګړو ته د دغه ويروس ضد واکسين غم وخوري او له دغه لوی ناورين څخه يې وژغوري.

 بريتانیې د روانې مياشتې په پيل کې د فایزر بايواینټيک واکسين پيل کړ او ويلي يې دي، چې ډېر ژر به یې په ټول هيواد کې په پراخه کچه خلکو ته ورسوي. امريکې هم څو ورځې وړاندې د ياد ویروس ضد د  فایزر بایواينټيک واکسين پیل کړی او ټاکل شوې، ډېر ژر به يې خپل هيواد کې په پراخه کچه وویشي. د دغه هيواد روغتيايي څېړونکي وايي، چې د موډرنا په نوم د کوویډـ۱۹ ضد واکسين ۹۴ سلنه اغېزمن  دی او تمه کیږي، چې د دې هيواد د درملو اداره به یې د کارولو اجازه ورکړي. 

دغه دواړه هيوادونه له اوله په دې هڅه کې وو، چې خپلو وګړو ته لومړيتوب ورکړي او واکسين ورته واخلي او بريالي هم شول، خو نړيواله ټولنه بیا د کوويډـ۱۹واکسين پرعادلانا او مساوي ويش ټينګار کوي.

روسيې د سپوټنيک په نوم د کوويډـ۱۹ ضد واکسين جوړ کړی او په پراخه کچه يې په خپلو هيواد کې پيل کړی دی، خو ويل کيږي، چې د روغتيا نړيوال سازمان اجازه یې نه ده ترلاسه کړې.

چين هم په دې وروستيو کې اعلان کړی، چې د کوويډـ۱۹ ضد پنځه واکسينونو يې درېيم يا نهايي پړاو ته رسيدلي او ژمنه يې کړې، چې د عامه توليد په توګه به يې نړۍ ته وړاندې کړي او پرمختيايي یا مخ پر ودې هيوادونو ته به لومړیتوب ورکړي.

 په چين کې اوس مهال کوویډـ۱۹ ويروس کنټرول شوی او کله کله د ګوتو په شمېر پېښې پکې ثبتيږي، خو چارواکي يې وايي، چې پر ياد ويروس اخته ډېری ناروغان له نورو هيوادونو دغه هيواد ته ستانه شوي دي.

د چين لخوا جوړ د کوویډـ۱۹ ضد واکسيونونو کلينيکي پړاوونه په دغه هيواد کې نه دي ترسره شوي، بلکې دغه واکسيونونه يې په برازیل، عربي امارت، اندونیزيا….. او ځینو افريقايي هيوادونو کې ترسره کړې دي او تر دې دمه خوندي او اغيزمن بلل شوي دي.

 د دغه هيواد مشرانو بيا بيا ژمنه کړې، چې د کوویډـ۱۹ ضد واکسين به د عامه توليد په څېر ټولو هيوادونو ته رسوي او پرمختيايي هيوادونو ته به لومړیتوب ورکوي، نو وبه ګورو، چې دوی خپلې دغې ژمنې ته څومره صادق پاتې کیږي او د عمل جامه به ور واغوندي؟

 اوسمهال يوازې په بريتانيا او امريکې کې د بايواېنټيک او فایزر په نوم د کوویډـ۱۹ ضد واکسين خلکو ته ورکول کيږي، خو د نړۍ ګڼ هيوادونه په تمه دي، چې واکسين به کله ورته رسیږي؟

يو نيسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د روان کال د نومبر په ۲۳مه اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۱ کال کې به پرمختيايي هيوادونو ته د کوويډـ۱۹ ضد کابو دوه ميليارډه دوزه واکسين ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب