یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د بودا لټون | صفيه حليم

د بودا لټون | صفيه حليم

دا پيښه ډېره زړه ده. څه نا څه دوه نيم زره کاله زړه. د هماليه د غرونو په لمنو کی، د اوسني نېپال د يو وړوکی سلطنت کپل وستوملکه مايا د خپل پلار ملک  کليان ته روانه وه. د سيمې د دود سره سم ددی د ماشوم ولادت به د دی پلار په کور کی کېدو. خو په نيماي لاره کی هغی ته دردونه پېل شول اوپه لمبيني نومې ځاې کی د سال د وونې لاندې يې ماشوم وزيږيدو. ځينې تاريخونه واي چې ملکه د ولادت پر وخت او ځينې نور واي چې هغه څو ورځې وروسته مړه شوه.

د ماشوم پلار باچا سدودهنا د شاکيا نومې قبيلې مشر و. هغه د زوې د زيږيدو په پينځمه ورځ د ماشوم د نوم ايښودلو د مراسمو لپاره، اته برهمنان را وبلل او دوئ د نجوم په علم ورته وويل چې دا ماشوم به يا خو لوې باچا شي او يا به بوده (پوهې) د لارې جوگي (درويش) شي. د هغوي په مشوره باچا زوې ته سدهارته گوتم نوم کيښود، چې معنا يې ده ” هغه څوک چې خپل هدف ته رسيږي”

د سدهارته پلار نه غوښتل چې زوې يې مذهبي لاره خپله کړي. هم دا وه چې د هغه لپاره يې درې ښکلې ماڼئ جوړې کړې. هغه ته د ليک ولوست نه علاوه داس د ځغاستي، د تورې اود جنگ تربيه هم ورکړې کېده. ماشوم ډېر نازولې لو يدو. په شاهي ماڼئ کی دده هره غوښتنه پورا کيده او دی د بهر د نړۍ نه خبر نه و. د شپاړسوکالو په عمر کی يې ورله يوه ښکلې شهزادگۍ يشودهرا ور واده کړه او يوزوې يې وزېږيدوچې راهوله ونومول شو. خو اخر د فکر او سوچ د لارې ورته پوښتنه پېدا شوه چې د ماڼۍ نه بهر ژوند څنگه و.

يوه ورځ هغه دخپلو ملگرو سره ښکار له تللی واو په ځنگله کی يې يو زوړ سړې وليدو چې مرگ ته نږدی و.  د هغه په دی حالت سدهارته سره پوښتنې پېدا شوې. شاهي گاډې چلونکي ته يې ښار ته د تلو وويل او هلته يې دنورو خلکو ژوند وليدو. ناروغه کسان، بوډاگان، بی سرنوشته مړي د هغه لپاره يوه دردونکی حقيقت و چې تر هغې دی ترېنه لرې پاته شوې و. په دی حالت هغه دومره نا ارامه شو چې يوه شپه خپله مېرمنه او اولادونه يې پريښودل او د جوگيانو سره مل شو. دی به کله يو عبادت ځاې او کله بل ته ورتلو او هلته يې د مذهبي خلکو خبرې اوريدې خو د خپلو پوښتنو ځواب يې نه شو موندلې. په هغو ورځو کی ځينې جوگيان به د وونو لاندې يا گوښې ځايونو کی د مراقبې په حال عبادت ته ناست ول. سدهارته هم داسې مراقبې پېل کړی اوڅو ورځې وروسته به د ډوډ ئ خوراک لپاره را پاڅېدو.  هغه فکر وکړو چې که خپل ځان د ډوډۍ نه محرومه کړي نو په ښه شان فکر کولې شي. هم دا وه چې يوه ورځ د پيپل د يوې وونې لاندی کښېناستواومراقبه يې پېل کړه. دا وونه د هند په ايالت بهار کې د گيا په سيمه کې وه. هغه شپږ کاله په يوه حالت کی تېر کړل او زيات وخت به روژه و ، ان تر دی چې په وجود کی يې غوښه پاته نه شوه او دی مرگ ته نږدې شو. دا هغه افراطي لاره وه چې دی پری نروانه(عرفان)  ته رسيدلې شواې،  يعني د مادي نړۍ نه وتلې او د کايناتوبرخه به گرځيدلې واې.

 خو هغه وخت ده فېصله وکړه چې نه تل عېش او ارام ښه وي او نه له دنيا تيښته. انسان د نوروخلکو نه بېل نشي پاته کېدې، دی به نورو سره يوځاې اوسېږي او هغوي ته به د ښو اخلاقو لاره ښاي. دا هغه بودهي ( پوهه) وه چې ده ته يې د بودها په نوم شهرت ورکړواو په بودهاي مذهب کی دی ته دريمه لار (د منځ لار واي) تر دی وخته د هغه شهرت نورو ځايونو ته رسيدلې و او مريدان به هم ورسره و. ده بېرته خپلی کورنئ سره د ماڼۍ د ژوند پر ځاې درېمه لاره غوره کړه.

د بودها د کورنۍ غړو، دده پلار او مېرمنې هڅه وکړه چې دې د خپلې لارې نه را وگرځوي خو اخر دده مذهب يې وومنلو. د شاکيا قبيلې د نوم په وياړ ده ته شاکيا مني هم ويل کيږي .

په راتلونکو پينځو څلوېښتو کالو کی هغه خپل بی شمېره شاگردان و روزل چې دده تعليم د هند نورو سيمو ته يوسي. په دی کی مهم ټکی دا و چې يواځې دمعبدونو مراسم تر سره کولو سره څوک نېکي نشي گټلې. د شاگردانو په خواست هغه د ښو تعليماتو څرخ جوړکړو او اساسي ټکي د لرگي په يو څرخ ووليکل شول. په دی کی څوداسې دي. تکليف او غم د انسان په برخه کی راغلي دي، ددی د مخ نيوي  لپاره، سمه پوهه، سم فکر، سمه کړنه، سمه وېنا، سم روزگار،سمه مبارزه، سمه پېژندنه او سم احساس پکار دي.

 د بودها لاره د هند د ارياي مذهبونو پر ضد يو پاڅون وچې بت پرستي او بد اخلاقي پکې عامه وه. د بودا خبرې ساده او زړه راښکونکی وې او خلک يې په ځان راټولول. د هندوستان د بارانونو موسم پورا څلور مياشتې (جولاي نه تر اکتوبر) وي او په دی محال به گوتم  بودها د خپلو شاگردانو او ملگروسره په يوځاې کښېناستو. په دی اجتماع کی به د بودها خبرې د  درسونو په شکل دده شاگردانو په خوله ياد کړل، تمرين سره په دی به بحث ووشو چې دا تعليمات به څوک او څرنگه عامو خلکو ته رسول کېږي.

بودها د اتياو کالو په عمر کی له نړۍ سترگې پټې کړې. د ده د مرگ نه وروسته دده منونکو راهبانو دغه تعليمات د وونو په پاڼو او په پوټکووليکل او په ټول اېشيا کی يې خپاره کړل. هغه وخت مروجه ژبه پالي وه او لرغونی بودهاي ليکنې هم پدی ژبې موندل کيږي. د خپل دين د تبليغ لپاره بودهه راهبان به زيات تره په ډلو کی گرځيدل، دکتان جوړ شوي، د کورکمن يا په زعفران رنگ شوي دوه ژيړ څادرونه به يې له ځانه تاو کړي ،په پښو به روان و. لنکا (سري لنکا) برما، سيام (تهاي لېنډ) جاپان، چين، کوچين، منگوليا منچوريا (تايوان) تبت او افغانستان او مرکزي اېشيا ته ورسيدو.

د بودها په مذهب کی عبادت د مراقبې نوم دی او ددی لپاره راهبان به بېدياکی يا وونو لاندې ناست و. د عبادت ځاې او نور سمبولونه د بودها له مړينې درې سوه کاله وروسته رواج شول. د بودها وېښته، هډوکې او غاښ د يوی نښې اود تبرک په توگه راهبانوله ځانه سره وړل او په ځينو ځايونو کی دا د سرو زرو په جابه او يا په ښکلې ډبي کی اېښودل کېده. وروسته د څرخ نښه او د برسنډې د گل نښه چې د پاکوالي سمبول و په تيږو نقش شول. بيا په لومړي ځل د بودها د قدم نښه په تيږه کی جوړه شوه اواخر د هندي عقيدې تر تاثير لاندې د بودها مجسمو په جوړولو لاس پورې شو.

د بودهاي دين د مبلغينو ژوند دومره ساده و چې هر ځاې کی خلک ورپسې شول او اخر دوۍ د خانقاه جوړول او په دی کی د بودهاي ازدکړو لپاره درسونه پېل کړل. په سر کی به يواځې لوې سړي هلته ورتلل خو وروسته ځينو شته منو خلکو خپل واړه هلکان خانقاه ته وراستول چې ليک ولوست ازده کړي. ورو ورو د هلکانو خانقاهونو ته ورتگ زيات شو نو دگډو درسونو رواج پېل شو. هلکانو به په گډ غږ د زمزمې په شکل درسونه يادول خود پالي ژبې په معنا او مفهوم  به نه پوهيدل.

نورو ملکونو ته په رسيدو ځاي رسم او رواج په بودهاي تعليماتو ډېر اغېز وکړو. په مگدها (د هند اوسنی بهارولايت) کی د درېم. ق.م  پېړۍ په سر کی ځواکمن اشوکاباچا د بودهه تعليمات د خپل شهرت لپاره وکارول. د علم څرخ يې خپل قامي نښه کړه، د بودها تعليمات يې په بيلا بيلو ژبو په تيږو د ليکلو امر وکړو اود خپل سلطنت د لويو ښارونوپه مهمو لارو کی يې د ودرولو امر وکړ. دغسی يوه تيږه په يوناني او پالي ژبو په کندهار او درې نورې د مردان په شهباز گړهه او د هزارې په مان سهره کی وموندل شول.

دا چې په افغانستان کې بودايي دين څه وختې او له کومه ځايه کډه وکړه، په يو بل مضمون کی به وڅېړو.

 ټول معلومات د بودها او د ده تعليماتو په اړه د بيلابيلو ملکونو او بودهاي دين د اټرنېت پاڼو نه اخستل شوې دې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب