پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونحکومت تړل کېږي | استاد سعدالدین شپون

حکومت تړل کېږي | استاد سعدالدین شپون

ته وا، یوه لویه کیلي ده، تیاره لکه هغه صلیب چې پادریان یې په غاړه ګرځوي. په همدې کیلي سپینه ماڼۍ هم قلفېږي هم خلاصېږي. دا د ولسمشر اوباما په غاړه وي، تېره میاشت یې شکایت درلود چې ورمېږیې ورسولولی، نو ماهرانو یې څنډې په یو قسم خاصو مالوچو وپوښلې. هر سهار په خاصو مراسمو د ماڼۍ لویه دروازه پخپل تور لاس خلاصوي. کیلي پنځه ځلي تاوېږي، ما نه پنځه ټکه ده، او بیا د سپينې ماڼۍ ټول غټ واړه ورونه او کړکۍ چې په شمار درې سوه پنځه شپېته دي د کلیسا د ګړینجي په شور ماشوربنګړ بنګړا بېرته کېږي.

د خدای کړه و، دا ځل ریپبلکیان د امریکا په کانګرس کې په ډموکراټانوغاوره شوي. دغه خلک ځانونه او خپله ایدیالوژي د امریکا /مېن سټریم/ یا اکثریت استازي بولي، نو په دوی کې قسم قسم ښي لاسي افراطی ډلګۍ شاملې دي، مثلا دوی د/ رش لمبا/ په نامه یو مشرهم لري چې د اوباما د ولسمشرې په سر کې یې ښېرا کړې وه چې شوله تور سومبیه، خدای دې ناکامه کړه. دا شان خلک ډېر دي، پېژندل یې هم آسانه دي: په رنګ سپین دي، له تور پوستو سره یې ورانه ده. خو دا ښېراوالا بیا بله آشا ده. ځینې وايي چې د /کوکلکس کلان/  غړی دی. دا طایفه د/ سور ورمېږ/ په تخلص مشهوره ده، یوه ډله یې سپین بوقره وزمه کپن اغوندي چې جګه سولکه لري، نور یې مخونه پټ وي بس زموږ د وطن د لرغونو ښځو په څېر یې یواځې سترګې له جالۍ نه ځلېږي. د تورانو او یهودانو او خارجیانو ضد شعارونه ورکوي. په تور یا یهود یا په پوست کې چې هر سړی د دوی نه فرق لري، شپیه چاپې وراچوي، وهي ډبوي یې، کله یې هماغلته په ونه یا ډاګې ځړوي، کورونو ته یې اور اچوي. د تورانو ترې زاره چوي، چې دوی پرې راشي د هعوی واڼۍ وتښتي. د دغو یوې ډلې ته کدو سری هم وايی، مانا سرونه پاک خرېیي. یوه مشر یې همدا تېره اونۍ ویلي وو چې یره داسې کوم نر به پیدا نشي چې اوبامی وولي؟

اوس همدې ډلې ګواښ کړی دی چې د اوبامي حکومت تړي، کیلي ترې اخلي. بهانه یې دا ده چې حکومت بودجه نه لري. وايي، د حکومت داخلي خیریه پروژې دې بندې شي، یواځې د دفاع وزارت دې پیسې ولري چې په نړۍ کې د امریکا ګټې خوندي وساتي.

حکومت تر ستوني په پورونو کې ډوب دی او یواځنۍ چاره یې همدا ده چې حکومت غیر له د فاعي چارو په نورو داخلي چارو غرض نه لري. که د دوی غوښتنه ونه منله شي نو د مارچ تر نیمايي وروسته به له اوبامي نه کیلي اخلي، حکومت به وتړي. د دوی شعار دا دی چې تر قوي مرکزي حکومت نه کمزوری حکومت ښه دی او که ګرد سره حکومت شتون و نه لري، غوړي لا غوړ. زه چې دا وینم خپل وطن رایاد شي.


د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه  لومړی پلا د ۲۰۱۱ د مې په ۱۶ مه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب