جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهکه علي وزیر خوشې نه شي، په افغان وطن کې به د...

که علي وزیر خوشې نه شي، په افغان وطن کې به د پاکستان خلاف لاریونونه دوام وکړي

تاند (جمعه د قوس ۲۸) د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر د نیول کېدو وروسته یاد غورځنګ نن د پښتونخوا په ګډون په ګڼو نورو پښتون مېشتو سیمو کې لاریونونه وکړل.

لاریون کوونکیو د علي وزیر عکسونه او هغه شعارونه له ځانه سره لیږدول چې په کې د علي وزیر نیول کېدل غندل شوي او د هغه د ژره تر ژره خلاصون غوښتنه په کې شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پرون د دغو احتجاجونو خبر ورکړ.

د ښاغلي پښتین له اعلان سره سم نن جمعه په کابل او کندهار ولایتونو کې یو شمېر افغانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یاد مشر او د پاکستان د پارلمان د غړي علي وزیر د نېول کېدو پر ضد لاریون وکړ.

لاریونوال چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده د کابل حضوري چمن ته څېرمه راټول شوي و او له ځان سره یې د علي وزیر عکسونه او هغه شعارونه لېږدول چې پکې د علي وزیر د خلاصونو خبرې لیکل شوې وې.

راټولو شوېو کسانو د پاکستان حکومت پر ضد شعارونه ورکول او او د علي وزیر د ژره تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.

د دوی په خبره پاکستان ځکه علي وزیر نیولی چې په دې هېواد کې يې د پښتنو د مظلومیت او پر دوی د ظلم خلاف غږ پورته کړی.

د لاریون ګډونوالو وویل، که د پاکستان حکومت علي وزیر خوشې نه کړي، نو دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده چې سبا شنبه په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې هم د علي وزیر د خوشې کېدو او په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په خاطر لاریونونه وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان استازی علي وزیر دوه ورځې وړاندې پېښور کې د پاکستاني پولیسو له لوري ونیول شو.

پولیسو ادعا کړې چې علي وزیر د غورځنګ د کراچۍ په غونډه کې د پاکستاني ریاست او پوځ ضد څرګندونې کړي دي.‏

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتی په ګډون یو شمېر نور غړي نیولي چې د خلکو له اعتراضونو وروسته یې بېرته ازاد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب