جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې یوه سړي خپله مېرمن د نجلۍ تر زېږېدو وروسته ووژله

کابل کې یوه سړي خپله مېرمن د نجلۍ تر زېږېدو وروسته ووژله

تاند (جمعه د قوس ۲۸) چارواکي وايي، یوه سړي په کابل کې خپله مېرمنه د نجلۍ تر زېږېدو وروسته وژلې.

د راپورونو له مخې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند په یکه توت سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین جمعه ماخوستن ۰۷:۱۱ بجې ددې پېښې په غبرګون پر خپل ټوېټر لیکلي: «کابل کې یوه سړي خپله مېرمن د نجلۍ زېږونې له امله ووژله. دا کړنه د ناپوهۍ د اوج ښکارنده ده. اړتیا ده څو د اړونده بنسټونو او مدني ټولنې لخوا د کورنیو د عامه پوهاوي د لوړونې په پار ګړندۍ هڅې ترسره شي.»

د نوموړي په خبره، قاتل د پېښې له ځایه تښتېدلی، خو پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د روانې قوس میاشتې په ۱۹مه د ننګرهار په بټیکوټ ولسوالۍ کې یوې کورنۍ خپله لور تر زېږېدو وروسته ددې په خاطر په روغتون کې پرېښې وه چې په کور کې یې نجونو ډېرې دي.

https://taand.net/%d9%86%d9%86%da%ab%d8%b1%d9%87%d8%a7%d8%b1-%da%a9%db%90-%db%8c%d9%88%d9%87-%d9%86%d9%88%db%90-%d8%b2%db%90%da%96%db%90%d8%af%d9%84%db%90-%d9%85%d8%a7%d8%b4%d9%88%d9%85%d9%87-%d8%af-%d9%be%d9%8a%d8%af/

3 COMMENTS

  1. د ډاکټران وايي چې د جنسيت اړيکه له ښځې تر نارينه پورې ډېره ده يعنې ۹۰ سلنه رول په کې د نارينه وي چې ماشوم ښځينه که نارينه وزيږيږي،
    اوس چې هر څه وي ظلم شوی او يو انسان په ناحقه وژل شوی پوليس بايد قاتل پيدا کړي او محکمه دې د اعدام سزا ورکړي، دا جهالت په نورو پرمختللو هيوادونو کې هم شته ترڅو چې ټولنه اصلاح نه شي علم تر هر کوره او انسان ونه رسېږي داسې پيښې شايد تکرار شي مکر رب دې نه تکراروي،،،،، آمين

  2. ډیر د افسوس ځای دی .
    شل کاله نړیواله ټولنه ، نړیوالې هڅې، ملیاردونه لګښتونه، نوي بدلونونه د خلکو په ژوندانه کې پراخه پرمختګ خو کلتوري جهالت همغه شان په خپل ځای د افغانانو په ناپوهه اذهانو او وروسته پاتې مغزو کې ښخ دی.
    د خدای بندګانو د وخت سره خپل ژوند او کلتور ته مثبت او درون بدلون ورکړئ، او خپل ځان او ټولنه د نوښتونو او مثبتو فکرونو په لور وخوځوئ.
    دا یو قتل د یوې میرمنې نه ، او د یوه کور کیسه ده نده ، دا د ټولو افغانانو عمومي کلتوري جهالت او لاهم شته ناپوهي په ټول هیواد کې په ګوته کوي.. دا خو یې لا سرښار کابل دی.

  3. ډیر بد شوي!ا خو که د دغې پیښې ریښې وسپړل شي نو قاتل به یا مجاهد وي یا به طالب وی ا یا داعش!ا ږیره به د مسلمان خوله به د مسلمان تسبیح به یې د مجاهد او…..نور وي!ا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب