شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې یو ښوونکی د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص شو

ننګرهار کې یو ښوونکی د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص شو

تاند (جمعه د قوس ۲۸) د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د انسان تښتوونکو له منګولو د یوې تعلیمي ادارې د یوه استاد د خوشې کېدو خبر ورکوي.

ددغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، پولیسو له ۲۳ ورځو وروسته ۶۵ کلن رحمان سعید چې په ننګرهار کې یې په یوه ښوونیز مرکز کې د استاد په توګه دنده تر سره کوله د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

نوموړي نن جمعه پر خپل ټوېټر لیکلي: « انسان تښتوونکی او ترهګر په یوه لیکه ولاړ دي او د ځپلو او له منځه وړلو وړ دي.»

د شمېرو له مخې د روان کال له پیله تر اوسه په لویه څارنوالۍ کې د اختطاف ۳۳۶ قضیې ثبت شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی