تاند ( جمعه، د قوس ۲۸) د غزني د والي ویاند واحد الله جمعه زاده وایي، نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د دې ولایت ګيلان ولسوالۍ په اغوجان کلي کې پرملکي وګړو ماین چاودنه کړې چې له امله یې ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمعه زاده زیاتوی چې په دې چاودنه کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره په ټپيانو او مړو کې ډېری ماشومان شامل دي.
جمعه زاده زیاتوي: «یوه سوداګر چې درې چرخه ورسره ده او بنچاره مال خرڅوي، په کلي کې ماشومان پر ورټول شوي او دغه درې چرخې چاودنه کړې ده، چې په ترڅ کې زموږ دیرشو هیوادو والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، له ډلې یې ۱۱ ماشومان په شهادت رسیدلي او تر شلو زیات نور ټپيان دي.»
تراوسه د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
خو بل لورته د سيمې اوسېدونکي وايي چې دغه پېښه د يوې ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
دوی وايي، ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ د زرنج والا ته د پلورلو لپاره ور وړې چې په همدې وخت کې نور ماشومان هم راټول شوي او مرمۍ چاودلې ده.
په ورته مهال د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې یاده چاودنه د یوې ناچاودې سرګلولې د انفجار له امله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره په دې پېښه کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
ذبیح الله مجاهد د قرباني شویو ماشومانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او خلکو ته یې د ناچاودنو توکو څخه د لرې ګرځېدو توصیه کړې ده.
غزني کې د قرآنکریم د ختم په مراسمو کې چاودنه شوې
تاندد (جمعه د قوس ۲۸) د کورنیو چارو وزارت وايي، نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د غزني په ګېلان ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې.
ددغه وزارت ویاند طارق ارین وایي دا چاودنه د ګیلان ولسوالۍ په اغوجان سیمه کې داسې مهال چې په یوه کور کې د قران کریم د ختم مراسم روان و شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
هغه وايي، چاودنه په یوه زرنج موټر کې د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغه برید مسؤلیت نه دی منلی.