تاند (جمعه د عقرب ۲۸) ملګري ملتونه په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې زرګونه ښوونځي جوړوي.
د ټلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې دغه هوکړه د ملګرو ملتونو او طالب استازو ترمنځ په دوحه کې شوې چې په اساس به یې طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې دغې ادارې ته اجازه ورکوي څو ۴ زره ښوونځي پرانیستل شي.
دغه ښوونځي چې د انګلستان او امریکا په مالي ملاتړ جوړېږي افغان نجونو او هلکانو ته به پکې د زده کړو زمېنه برابره شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف دوحه کې له طالب مشرانو سره له څو میاشتو خبرو وروسته په داسې طرحه هوکړه کړې چې پر اساس به یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې نږدې ۴۰۰۰ غیر رسمي ښوونځي پرانیستل شي.
د دې طرحې له مخې هلکان او نجونې به یواځې تر درېیمو ټولګیو پورې په یادو ښوونځیو کې زده کړې کوي.
د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان له زده کړو محروم دي.
یونیسف هیله ښودلې چې ددې نوې هوکړې له مخې به ۱۲۰ زره افغان ماشومان ښوونځیو کې شامل شي او لومړنۍ زده کړې به پیل کړي.
ټلګراف ورځپاڼه وايي چې د طالبانو د ښوونې او روزنې چارواکو هم دا هوکړه منلې او د ښوونځیو د ژر پرانیستل کېدو غوښتنه یې کړې ده.
اوسمهال په افغانستان کې د کوېډ-۱۹ له امله پوهنتونونه رخصت شوي او داسې وېره هم شته چې د ښوونځیو جوړېدو دا بهیر به له خنډ سره مخامخ شي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د جګړو، ناامنۍ، فقر او بې کارۍ له امله پکې لسګونه زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.