شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+اميتاب بچهن په يوه ټوېټ کې ځوانانو ته د خوښ ژوند تېرولو...

اميتاب بچهن په يوه ټوېټ کې ځوانانو ته د خوښ ژوند تېرولو سپارښتنه کړې

تاند ( جمعه ، د قوس ۲۸) د هندي سينمامشهور لوبغاړي اميتاب بچهن په ټوېټرکې د ځوانانو لپاره يو پېغام خپورکړى دى.

هغه په ټوېټر کې په خپورکړي پيغام کې ځوانانو ته د خوشحاله ژوند تېرولو مشوره ورکړې ده.

هغه په ټوېټ کې ليکلي: « کله تاسې ځوان يئ، نو تاسې دا فکر کوئ چې بايد ټوله نړۍ خوشحاله کړئ، خو تاسې ټوله نړۍ نه شئ خوشحاله کولاى.»

اميتاب دغه راز په خپل پيغام کې ویلي هغه څه وکړئ چې تاسې ته خوښي درکوي.

د نوموړي په خبره داسې ژوند جوړ کړئ څه ډول چې يې تاسې تېرول غواړئ.

هغه دا هم ویلي چې که څوک ستاسې سره په رښتيا هم مينه لري نو هغه به حتمي ده چې تاسې ته پاملرنه کوي.

امیتاب بچهن د هندي سینما هغه مشهور لوبغاړی دی چې په ټوله نړۍ کې مینه وال لري او هر کله یې مینه وال د نوي فلم راتګ ته شېبې شماري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب