Home+پاکستاني کرکټر محمد عامر د نړيوال کرکټ د پرېښودو پرېکړه کړې

پاکستاني کرکټر محمد عامر د نړيوال کرکټ د پرېښودو پرېکړه کړې

تاند ( جمعه، د قوس ۲۸) د پاکستان د کرکټ دملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي محمد عامر دنړيوال کرکټ د پرېښودو پرېکړه کړې ده.

محمد عامر د کرکټ سره د پرېښودو لامل د پاکستان کرکټ بورډ له لوري نوموړي ته د نه پاملرنې او په لوبډلې کې چانس نه ورکول ياد کړي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې دغه مشهورتېز چپ لاسي توپ اچونکي د پاکستان لپاره ٣۶ ټيسټ لوبوکې ١١٩ وېکټې ترلاسه کړې.

محمد عامر دغه راز د پاکستان لپاره په پنځوس اوره لوبو کې ٨١ او همدارنکه شل اوره لوبو کې ۵٩ لوبغاړي سوځولي دي.

د کرکټ شنونکي د عامر دا پرېکړه د پاکستانۍ لوبډلې په زیان بولي او وایي پاکستانی کرکټ بورډ باید دا ستونزه حل کړي.

بل لورته د پاکستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د محمد عامر سره د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان خبرې کړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ٢٨ کلن محمد عامر اجراييوي رييس ته د خپلې استعفا خبره تاييد کړه او وې ويل، چې نور د نړيوال کرکټ کولو هيله نه لري.

سرچینه د وسيم خان له قوله وايي « دا د محمد عامر شخصي پرېکړه ده د پاکستان کرکټ بورډ د هغه د پرېکړې احترام کوي، له دې پرته په دې اړه هېڅ تبصره کول نه غواړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...