Home+کرکټ: هند د آسټراليا پر وړاندې لومړۍ پاڼۍ کې په ۲۴۴ منډو...

کرکټ: هند د آسټراليا پر وړاندې لومړۍ پاڼۍ کې په ۲۴۴ منډو وسوځېده

تاند ( جمعه، د قوس ۲۸) د هند او آسټراليا ترمنځ له یو ورځینو او شل اوره لوبو وروسته اوس د ټېسټ لوبو لړۍ پيل شوه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ کې هندۍ لوبډله د استراليا خلاف په ۲۴۴ منډو وسوځېده.

په دې پاڼۍ کې لوبډلمشر ويرات کوهلي ٧۴ او پوجارا ۴٣ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د استراليا لپاره بيا په توپ اچونه کې مېچل سټارک ۴ او کومېنس ٣ لوبغاړي وسوځول.

د دواړو لوبډلو ترمنځ له دې وړاندې پنځوس اوره او شل اوره سیالۍ هم ترسره شوې.

د یو ورځینو لوبو لړۍ کوربه آسټراليا او د شل اوره لوبو لړۍ بیا هندۍ لوبډلې په خپل نوم کړې ده.

وبه لیدل شي چې د ټېسټ سیالیو لړۍ څوک ګټي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...