Homeخبرونهد کندهار ـ هرات پر لویه لار ترافيکي پېښې ۲۵ تنو ته...

د کندهار ـ هرات پر لویه لار ترافيکي پېښې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( جمعه، دقوس ۲۸) دکندهار ـ هرات پر لویه لار د ترافيکي پېښې له امله ۱۵ تنو مسافرینوته مرګ

ژوبله اوښتې ده.

مسوولان وایي دا پېښه په ادرسکن ولسوالۍ کې نن سهار رامنځته شوې ده.

د ادرسکن ولسوال عبدالعلي فقیریار وایي په دې پېښه کې ۵ مسافر  مړه شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي  دي.

فقیریار وايي چې په مړو کې دوه ښځې او په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

نوموړی وایي ټپيان روغتون ته د ښې درملنې لپاره لېږدول شوي او په خبره يې دځینو ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

خو بل لورته د هرات د عامې روغتیا ریاست  ویاند رفیق شېرزی وایي په دې پېښه کې ۵ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

شېرزی وایي په ټپيانو کې ۳ ماشومان،۶ مېرمنې او ۱۱ نارینه شامل دي.

دا يواځېنۍ پېښه نه ده چې پر دې لاره رامنځته کېږي بلکې د هېواد د مرکز او ولایتونو ترمنځ په تړلو لویو لارو کې وخت ناوخته دا ډول پېښې له خلکو ژوند اخلي.

عام خلک د ترافيکې پېښو د زیاتوالي لامل د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ ترڅنګ د لارو خرابوالی یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...