Home+بېګ باش سیاليو کې د مجيب اړوند لوبډلې دوهمه ماتې وخوړه

بېګ باش سیاليو کې د مجيب اړوند لوبډلې دوهمه ماتې وخوړه

تاند ( سه شنبه، د قوس ۲۵) د استراليا سوداګریزو سیالیو بېګ باش ۷مه لوبه کې دمجیب الرحمن اړوند لوبډلې دوهمه ماتې وخوړه.

دا لوبه د برېسبين هېټ او سډني تنډر لوبډلو ترمنځ په کانبرا کې ترسره شوه.

برېسبين هېټ لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٨ منډې وکړې.

په دې پاڼۍ کې کريس لين د ٥ شپږيزو او ٣ څلوريزو په مټ په ۴۴ توپونو ۶۹ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

د هدف دترلاسه کولو لپاره مقابله لوبډله لوبغالي ته راغله خو ډېر پياوړی پيل یې درلود.

د سيډني تنډر لوبډلې ۱۷۹ منډو هدف په ۱۹ ام اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

مجیب په دې لوبه کې یواځې د یو لوبغاړي په سوځېدو بریالی شو.

د لوبې غوره لوبغاړی ډينيل سامس ته وټاکل شو.

د بيګ باش ليګ ۸ مه لوبه نن د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د هوبارټ هوريکنز او اډلايډ سټرايکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...