Homeخبرونهولسمشر غني د کانګرس له رئیسې سره خبرې کړې

ولسمشر غني د کانګرس له رئیسې سره خبرې کړې

تاند(سه شنبه، د قوس ۲۵) ولسمشرغني تېره ورځ د امریکا د کانګرس له رئیسې او د دغه هېواد د مجلس استازو له یو شمېر غړو سره پر ویډیویي کنفرانس خبرې کړې دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشرغني تېر ماښام د امریکا د کانګرس رئیسې نانسي پلوسي سره پر افغان سوله او د امریکا او افغانستان پر اړیکو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه لیکي، په دغه ویډیو کنفرانس کې د هیواد لومړۍ مېرمن، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي حضور درلود او په امریکا متحدو ایالتونو کې د افغانستان سفیره مېرمن رویا رحماني هم د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وه.

په دغه کنفرانس کې دواړو لوریو له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د دوامدار تعهد، سولې پروسې او د هغو د راتلونکو پړاوونو، ښځو حقونو او اوربند پر عاجلې اړتیا د بحث او خبرو پر مهال د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه خپلې اندېښنې هم څرګندې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات د شل ورځو لپاره درېدلي او پر اجنډا له خپلو مشرانو شره پر سلا مشورو بوخت دي.

شاو خوا دوه نیمې میاشتې وړاندې په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې پرته له کومې نتیجې د شلو ورځو لپاره دغه مذاکرات رخصت شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...