جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کابل مرستیال والي په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو

د کابل مرستیال والي په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو

تاند (سه شنبه د قوس ۲۵) د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د مرستیال والي محبو الله محبي پر موټر مقناطیسي ماین چاودنه شوې.

ددې وزارت ویاند طارق آرین وايي نن سهار شا او خوا ۹:۴۰ دقیقې د کابل د نهمې حوزې اړوند په څلورم مکروریان سیمه کې د کابل د مرستیال والي محبوب الله محبي پر موټر مقناطیسي ماین چاودنه کړې ده.

د ښاغلي آرین په خبره په دې پېښه کې خپله محبي او سکرتر یې وژل شوي او دوه ساتونکي یې ټپیان دي.

تر اوسه ددغه پېښې مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی خو طارق ارین وايي چې په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې نن سهار نامعلومو کسانو د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته برید کړی چې یو پولس پکې وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب