جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه د حکومت مذاکراتي پلاوی راپور ورکولو ته ورغواړي

ولسي جرګه د حکومت مذاکراتي پلاوی راپور ورکولو ته ورغواړي

تاند(سه شنبه، د قوس ۲۵) د ولسي جرګې غړي وایي، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به له دوحې تر راستنېدو وروسته دغې جرګې ته د راپور ورکولو لپاره ور وغواړي.

د ولسي جرګې ځینو غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوې به په نږدې راتلونکي کې له دوحې څخه راستانه شوي د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي دغې جرګې ته ور وغواړي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني پرون دوشنبه وویل، دوی دا پلاوی ددې لپاره خپلې غونډې ته راغواړي چې په دوحه کې د ترسره شویو خبرو اترو پایلې او خپلې لاسته راوړنې د ولس له استازو سره شریکې کړي.

رحماني زیاته کړه، اړینه ده چې دا پلاوی د راتلونکي اجنډا په اړه خپل معلومات له ولسي جرګې سره شریک کړي.

نوموړي دغه راز له حکومته غوښتي دي چې د هغو نوماند وزیرانو پرځای چې له ولسي جرګې يي د باور رايي ندي اخیستي نور وزیران ور معرفي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې مرکچي پلاوي پرته له دې چې کومې پریکړې ته ورسیږي دغه مذاکرات یې رخصت کړل او د مذاکراتو بهیر يي د ۲۰ ورځو لپاره ودراوه.

ټاکل شوې ده نن سه شنبه د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی د سلا مشورو لپاره کابل ته راستون شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب