جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصالح: کابل کې یوه جرمې پېښه کې دولتي کارمندان ونیول شول

صالح: کابل کې یوه جرمې پېښه کې دولتي کارمندان ونیول شول

تاند(سه شنبه، د قوس ۲۵) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل ښار په اوومه امنیتي حوزه کې یوه جرمي پېښه رامنځته شوې چې په هغه کې د دولتي کارمندانو لاس و او نیول شوي دي.

د ولسمشرلومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، تېره ورځ په یوه تروریستي پېښه کې په اوومه امنیتي حوزه کې د دولتي کارمندانو لاس و چې سربېره پر دې چې څارنوالۍ ته معرفي شو د تل لپاره له خپلو دندو لري کړل شوه.

نوموړي دغه راز ویلي، په اوومه امنیتي حوزه کې یوه بله جنایي پېښه کې د دولت یو کارکونکی عبدالحمید وژل شوی دی.

هغه دغه راز زیاته کړې، امنیتي مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې چې له دې وروسته باید په ښار کې په موټر سایکل دوه کسان پرې نه ښودل شي.

هغه وایي، په موټر سایکل د دوو کسانو سپرېدل د تروریستانو په معنی دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې په دې وروستو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي او ښاریان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب