جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدولتي کارکوونکو او د سیاسي چارو شنونکو ته د امرالله صالح ګوتڅنډنه

دولتي کارکوونکو او د سیاسي چارو شنونکو ته د امرالله صالح ګوتڅنډنه

تاند (سه شنبه د قوس ۲۵) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، هغه دولتي کارکوونکي چې په جرمي پېښو کې لاس ولري د تل لپاره به خپلې دندې له لاسه ورکړي.

ښاغلي صالح نن سه شنبه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې پرون په کابل کې ۷ جرمي او یوه تروریسي پېښه رامنځ ته شوې ده.

نوموړی وايي، له بده مرغه د دغو پېښو له ډلې په یوه کې یې یو شمېر دولتي کسانو هم لاس درلود، چې په اړه یې جدي پلټنې روانې دي.

دده په خبره، هغه دولتي کارکوونکي چې په جرمي پېښو کې لاس لري، سره له دې چې قانوني چلند به ورسره کېږي، بلکې د تل لپاره به خپلې دندې هم له لاسه ورکړي او زیاتوي چې دا موضوع د ملي امنیت شورا سره په همغږۍ مخ ته روانه ده.

د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي هغه کارپوهان او د سیاسي چارو شنونکي چې دولت په قتل او دسیسه جوړونې توروني، په وړاندې به یې قانوني اقدامات وشي.

دده په خبره، ځینې کسان د خپل عادت سره سم د دې لپاره چې شهرت پیدا کړي هر څه یې چې زړه وغواړي د دولت پر ضد یې وايي چې په دې اړه به له قانوني اقداماتو خلک په جریان کې واچول شي.

نوموړي وړاندې ویلي«دولت د ملت خادم او هر فرد د عزت ساتونکی دی، هغوی چې بې اسنادو او بې ثبونه تورونه پورې کوي باید اول له خپل وجدان څخه وپوښتي.»

امرالله صالح وايي، دوی ته راپور رسېدلی چې د نظام په داخل کې ځینې کړۍ د شپږ نیمو د امنیتي غونډو یا امنیتي میثاق پر وړاندې دسیسې جوړوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې په کابل کې یو ځل بیا جنايي پېښې زیاتې شوي دي.

1 COMMENT

  1. امرالله صالح پخپله هم پاپولیست، دولتي لوړ رتبه مامور دی، چې کله یوې خوا کله بلي خواته خوله اچوي او د فیسبوکي لایکونو لپاره سوژې او پروژې لټوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب