جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د زلمي خلیلزاد پر سفر د رحمت الله نبیل نیوکې

پاکستان ته د زلمي خلیلزاد پر سفر د رحمت الله نبیل نیوکې

تاند (سه شنبه د قوس ۲۵) د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایي، ددې پر ځای چې زلمي خلیلزاد په روان حساس وخت کې افغانستان ته سفر کړی وی د پینځم ځل لپاره پاکستان ته تللی.

ښاغلي نبیل د دوشنبې په شپه پر خپل ټوېټر لیکلي، زلمی خلیلزاد د پينځم ځل لپاره پاکستان ته تللی او نیوکه کوي چې په دې اساس وخت کې یې باید افغانستان ته هم یو سفر کړی وی.

نوموړي د افغان سولې پروسې ته په اشارې ویلي چې دا سوله د افغانانو لپاره نه ده او نه د افغانانو په مشرۍ مخته ځي، بلکې د افغان جګړې په څېر یوه نیابتي مسئله ده.

زلمي خلیلزاد په داسې مهال پاکستان ته سفر کړی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره لیده کاته کړي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو په مذاکراتو کې د درې اونیو لپاره د رخصتۍ خبر ورکړی دی او ټاکل شوې چې نن سه شنبه افغان پلاوی کابل ته ستون شي.

د راپورونو له مخې خلیلزاد په دې سفر کې د پاکستان د استخباراتي ادارې له مشر او د دغه هېواد د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره پر افغان سوله او مذاکراتو خبرې کړې دي.

نوموړي تېره شپه په څو جلا ټوېټ پیغامونو کې وویل، په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو، د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې باید د جنورۍ په پنځمه بېرته پیل شي او هېڅ خنډ پکې رامنځته نه شي.

بلخوا د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د کابینې په ناسته کې طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د سولې د خبرو بل پړاو دې د افغانستان په داخل کې ترسره شي.

تر ده وړاندې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ورته غوښتنه کړې وه.

د دوی په خبره که طالبان د افغانستان په هره سیمه کې وغواړي، افغان مرکچي پلاوی خبرو ته حاضر دی، خو طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې هکله خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب