جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+غوره چلند د غوره انسانانو ځانګړنه ده| جنرال دولت وزیري

غوره چلند د غوره انسانانو ځانګړنه ده| جنرال دولت وزیري

سقراط به ویل:

«له چا سره چې مخ کېږئ په مینه ورسره چلند وکړئ، ځکه د مینې بنسټ د ښکلا تعریف دی او بیا تر ټولو غوره کار اعتدال دی.»

له خلکو سره ښه  او مینه ناک چلند د هغوی په زړونو کې ستاسو په اړه مینه او احترام زیاتوي، ځکه نو د پرمختللې نړۍ انسانان که څه هم له ځینو کسانو سره به ذوقي او نظري اختلاف ولري، خو په چلند کې ورسره مینه ښيي.

سقراط وايي:

«د یو چا د شخصیت پر ځای د هغه له جسم سره مینه د حیواناتو کار دی.»

ماديات ډېره وفا نه لري او هغه کسان چې له مادي نړۍ سره مینه لري، زیات ځورېږي، ځکه مادیات بدلېږي رابدلېږي او دغه ډول کسان په معنویت پسې لالهانده ګرځي.

انسان چې څومره پوهه ترلاسه کوي، هغومره یې د نړۍ، ژوند او معنویت په اړه لیدلوری پراخېږي او نړۍ ته به له متفاوتې زاویې ګوري.

سقراط به ویل:

«زه په یو شي ډیر ښه پوهیږم او هغه دا چې په هیڅ شي نه پوهیږم.»

نن سبا انسانانو دا درک کړې، چې اوسنۍ نړۍ د کایناتو د یوې وړې ذرې په اندازه ده او دومره ډېر کهکشانونه یا شمسي نظامونه شته چې ساینسپوهان فکر کوي، ممکن هلته هم د ژوند څرک وي.

دی زیاتوي:

«خپل ځانونه وپیژنئ او اصلي علم نېکي ده.»

د انګرېزي یو متل وايي، هېڅکله د یوه کتاب په اړه د هغه د پښتۍ په لیدلو سره قضاوت مه کوئ. پخه خبره ده.

وايي:

سقراط دومره بدرنګه و، چې ده ته به يې ټولګيوالو چونګښه ویل، خو په دومره بدرنګه او بې ډوله جسم کې دننه یو ډیر ښه، نیک، رښتینی او مینه ناک روح وجود درلود.

نو ځکه ګرایټو به ویل:

«ما په ټول ژوند کې دا ډول او ده ته ورته نیک، شریف، متحمل مزاجه او عالم شخص نه دی لیدلی. ده هیڅ انسان ته تکلیف نه رساوه، ان تر دې چې له خپلو دښمنانو سره يې هم سم او ښه سلوک کاوه.»

نو ځکه هوښیاران وايي:

موسکا او چوپتیا دوه زورورې وسلې دي، په موسکا سره ډېرې ستونزې حلولای شئ او په چوپتیا سره  له ډیرو ستونزو ځان ژغورلای شئ.

غلام محمد کامه وال وايې:

مینه چیرته وکړه چې سړیو کې حساب شې

داسې ځای کې مړ شه چې ژوندیو کې حساب شې

خوړ کې کاڼي ډېر دي، خو یو نیم لایق د هار شي

داسې کاڼی جوړ شه چې غمیو کې حساب شې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب