جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+خوست کې د ۵ ولایتونو ترمنځ فوټبال سیالۍ پيل شوې

خوست کې د ۵ ولایتونو ترمنځ فوټبال سیالۍ پيل شوې

تاند( سه شنبه، د قوس ۲۵) په خوست ولایت کې د ۵ ولایتونو د فوټبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيل شوې.

په دې لوبو کې د خوست، پکتیا، میدان وردګ، لغمان او نورستان ولایتونو د ۱۵ کلنو لوبډلې شاملې دي.

د خوست د د فوټبال فدراسیون مسوولان وایي چې یادې سیالۍ به څلور ورځې دوام وکړي.

د یاد فدراسیون مشر مشر عبدالفتاح واکمن زیاتوي له دې سیالیو یې  موخه  د فوټبال ملي لیګ ته د دوه غوره لوبډلو ټاکل دي.

دی وایي دوی به هڅه وکړي پرته له توپيره په دې لوبو کې پياوړي لوبغاړي غوره کړي.

بل پلو لوبغاړي هم خوښ دي چې په اوس وخت کې دوی ته دا ډول چانس په لاس ورغلی چې خپله وړتيا وښيي او موخې ته ورسېږي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې په خوست کې د قهرمان ملي لیګ لوبې هم ترسره شوې چې دا لوبې د خوست لوبډلې وګټلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب