شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+پاکستانۍ ښځينه کرکټ لوبډله سويلي افريقا ته ځي

پاکستانۍ ښځينه کرکټ لوبډله سويلي افريقا ته ځي

تاند ( سه شنبه، د قوس ۲۵) د پاکستان ښځینه کرکټ ملي لوبډله د ۳  يو ورځنيو او ۳ شل اوريزه سياليو په موخه سويلي افريقا ته سفر کوي.

دا د کورونا ويروس د خپرېدا د وېرې له اوږدو رخصتيو وروسته د انګلستان او سريلانکا  تر نارينه کرکټ لوبډلو وروسته د درېيمې ملي لوبډلې سفر دی چې ياد هېواد ته پلان شوی دی.

که څه هم انګلستان په ياد هېواد کې خپلې لوبلړۍ بشپړې نکړای شوې او لوبډله يې په نيمه کې وګرځېده خو؛ پاکستان ښځينه وو لوبډلې  په ياد هېواد کې د ۳ شل اوريزه او ۳ يو ورځنيو لوبو د ترسره کولو خبر ورکړی دی.

دا لوبې د را روانې جنورۍ مياشتې له ۲۰مې نېټې د فبرورۍ تر ۳ نېټې پورې پلان شوي دي.

سويلي افريقا کرکټ بورډ داسې مهال يادو سياليو ته خوښي څرګنده کړې چې تازه په ياد هېواد کې د کرکټ شپږو هغو نورو لوبغاړو د کورونا ټيسټونه مثبت راغلي چې د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې سره د سياليو په موخه د چمتو والي تمريناتي سياليو کې بوخت دي.

د يادونې ده چې سريلانکا کرکټ ملي لوبډله هم د دوو ټيسټ سياليو په موخه چې د روانې ډسمبر مياشتې په ۲۶مه نېټه پیليږي ياد هېواد ته سفر کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب