شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+کرکټ: د سمیع شینواري اړوند لوبډله هم له لنکا لیګ بهر شوه

کرکټ: د سمیع شینواري اړوند لوبډله هم له لنکا لیګ بهر شوه

تاند ( سه شنبه، د قوس ۲۵) تېر ماښام په دوهمه نيمه پايلوبه کې د جافنا ډمبوله وايکينګ ته د ٣٧ منډو په توپير ماتې ورکړه.

یادې لوبډلې په دې سره پايلوبې ته لار ومونده.

د دې لوبې پچه وايکينګ وګټله او لومړى يې سټالينز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

جافنا سټالينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٥ منډې وکړې خو ډمبوله لوبډله د هدف په ترلاسه کولو بريالۍ نه شوه.

د ډمبوله وايکينګ ټوله لوبډله په ۲۰ اور کې د ١٢٨ منډو په جوړولو وسوځېده او د ٣٧ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

جوهانسن چارلس د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د يادولو ده چې په لومړۍ نيمه پايلوبه کې د ګال ګلېډيټرز لوبډلې د کولمبو کېنګز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پايلوبې ته لار پېدا کړې وه.

د سرېلانکا سوداګريز لیګ پايلوبه به د ګال ګلېډيټرز او جافنا سټالينز لوبډلو ترمنځ د دسمبر په ١٦مه سبا چهارشنبه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب