شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ: پاکستانی پوځ ترهګر هڅوي او بې ګناه پښتانه وژني

محسن داوړ: پاکستانی پوځ ترهګر هڅوي او بې ګناه پښتانه وژني

تاند ( سه شنبه، دقوس ۲۵) د پښتون ژغورنې غورځنګ د دهبرۍ غړي محسن داوړ د پاکستان پوځ له لوري د یو وژل شوي پښتون د جنازې مراسمو کې ویلي چې، پاکستانی پوځ په پوره توګه له ترهګرو سره همکاري کوي.

داوړ وایي ترهګر ښکاره ګرځي خو پوځ ورته هېڅ نه وایي.

نوموړی زیاتوي چې د پاکستان پوځ هڅه کوي چې د پښتنو په کورونو د ترهګرۍ په پلمه عملیات وکړي او بې ګناه پښتانه ووژني.

محسن داوړ ویلي: « څومره ظلم چې د پاکستان پوځ له پښتنو سره کوي، دومره اسرایل له فلسطینیانو سره نه کوي.»

محسن داوړ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتنین هم په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې، د پاکستان پوځ له پښتنو ناسمې غوښتنې لري.

هغه لیکلي وو: « د شمالي وزیرستان په خیسور تنګرای سیمه کې د پاکستان فوځ له ډیرې مودې راهیسې له ځايي خلکو غیرقانوني غوښتنې کوي. کله چې ځایي خلکو د دوی غیرقانوني غوښتني نه و منلې، نو نن د ارمي کسانو په سیمه کې د لټون عمليات پيل کړل ، او پرته له توپیره يې  ښځې او ماشومان یې له کوره په زوره را وایستل.»

پښتین ليکلي وو چې پاکستانی پوځ هڅه کوي پر پښتنو ظلم وکړي او دوی تر ډېره فشار لاندې وساتي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له کلونو راهیسې د پاکستاني حکومت پر ضد د دوی د ظلمونو پر وړاندې پاڅونونه کوي او غږ پورته کوي.

دوی وايي تر هغه چې پاکستان له خپلو ظلمونو لاس وانخلي دوی به چپ نشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب