شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبان یوځل بیا د سولې هوکړې پرعملي کېدو ټینګارکوي

طالبان یوځل بیا د سولې هوکړې پرعملي کېدو ټینګارکوي

تاند (سه شنبه، د قوس ۲۵) د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردک په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د دوحې هوکړې د عملي کولو په لارکې دې خنډونه نه جوړېږي.

هغه ټينګار کړی چې د دې سربېره دې باید اوسني خنډونه هم له منځه یوړل شي.

نعيم وردګ د هغو دوو طالب چارواکو د څرګندونو په اړه چې ویلي یې وو که امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وځي نو دوی به پر بهرنیو ځواکونو بریدونه له سره پیل کړي څه نه دي ویلي خو ټینګار يې کړی چې باید د دوحې هوکړه عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ دوو طالب سرچینو ویلي وو چې بایډن هم باید د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي او که داسې و نه کړي نو دوی به پر بهرنیو سرتېرو خپل بریدونه له سره پيل کړي.

طالبان یو ځل بیا په داسې وخت د دوحې د هوکړې عملي کېدل غواړي چې، تازه تېره ورځ افغان ولسمشرمحمد اشرف غني ویلي د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو دې د افغانستان په داخل کې تر سره شي.

غني تېره ورځ له غرمې مخکې د کابینې په ناسته کې د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب د هغو خبرو ملاتړ وکړ چې درې ورځې وړاندې یې طالبانو ته په کور د ننه د سولې د خبرو وړاندیز کړی و.

نوموړی ویلي وو: «موږ دې ته ترجيح ورکوو چې د سولې مذاکرات په  هېواد کې دننه وشي او په دې برخه کې د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب د څرګندونو او وړانديز ملاتړ کوم.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب