یکشنبه, مې 5, 2024
Home+مغلاني بيگم| صفيه حليم

مغلاني بيگم| صفيه حليم

د۱۷۵۶ ميلادي کال په اوړي کی يو قاصد کندهار ته خبر راوړو چې په لاهور کی د افغانستان د باچا له خوا ټاکل شوې واکمنه مېرمنه له خپلې ماڼئ تښتول شوې او په ښار کی مغل پوځ گرځي. دا مېرمنه  مغلاني بېگم نوميده. د افغانستان بنسټ ايښونکي او د دراني امپراتورۍ واکمن احمدشاه دراني هغې ته د خپلې لور په سترگه کتل او درې واری يې ورته موقع ورکړه چې پنجاب د افغانانو لپاره اداره کړي.

لومړئ برخه

د ۱۷۴۷ميلادي کال وروستئ مياشت وه. چې له کندهاره افغان مشراحمد شاه ابدالي د دوولسو زرو عسکرو سره جهلم ته راورسيدو او د شېرشاه سوري په تاريخي کلا کی تم شو. سره له دې چې ده ته د لاهور والي شاه نواز خان بلنه ورکړی وه چې پنجاب ته ورشي خو اوس د هغه له خوا دا پېغام ورته  رارسېدلې دی چې وړاندې مه راځه. احمد شاه له خپلو کوماندانانو سره مشوره کوي او غواړې په دې پوه شي چې  شاه نواز څه غواړي اوولی يې خپله کړې ژمنه ماته کړه؟

اصل خبره دا وه چې شاه نوازخان مخکې د ډيلي له مغل باچا محمد شاه نه مرورشوی او په هغه حالت کی يې افغان مشر ته بلنه ورکړه چې دی نورله مغلو  بيل شوې ،که احمد شاه پنجاب ته راغی نو دی به يې اطاعت کوي. ده داخبره تر ډيلي پورې هم رسولې وه.  خوتر څو چې افغان مشر له اباسينه پوری وتلو، مغلو شاه نواز پخلا کړ.

احمدشاه ابدالي خپل پير صابر شاه او محمد يارخان د خپلو استازو په توگه شاه نواز ته ورواستول چي مخامخ خبرې ورسره وکړي.  صابر شاه مجذوب سړی و ،هر څه چې به يې په خوله ورتلل هغه به يې ويل. د هغه بی پرواي او خبرې د شاه نواز خوښې نه شوې ځکه دهمدغو کتنو په ترڅ کې يې وواژه . د يو سفير وژل په هره ټولنه کی ناروا کاردی او صابر شاه ته نه يواځې افغانانو بلکه د پنجاب اولس هم درناوۍ کاوه. خومحمد يارله بندي کيدو وروسته د شاه نواز د ځينو اميرانو په منځګړتوب خوشی کړې شو.

احمد شاه د۱۷۴۷کال د جنوري په مياشت  کې پر لاهور حمله وکړه او شاه نواز له خپلي خزانې او مال حال سره ډيلي ته وتښتيد.  هلته مشروزير قمرالدين دده ورور و چې په دی کار دومره ورته په قهرشو چي دی يې بندي خانی ته  واچاو.

احمد شاه ابدالي اوس ډيلي ته مخه کړه او دده د مقابلې لپاره مغل شهزاده احمد شاه له اتياو زرو پوځيانو سره  سرهند ته نږدې په منوړه نومي ځاې کي مورچې ونيولې. تر يوې مياشتې پورې جنگ روان و.  يوه مازديگرقمرالدين چي په لمانځه ولاړو، د توپ په يوه گوله ووژل شو.  دده زوی مير معين الملک او شهزاده احمد شاه دده د مړينې خبر پټ وساتلوچې مغل پوځ بی حوصلې نه شي.    معين الملک چې د مير منو په نوم يې شهرت لاره، د پوځ کومانده پخپله غاړه واخسته اودا جنگ يې وگټلو.  په دی مېړانه د مغل باچا له خوا د پنجاب دحاکم دنده په غاړه واخسته. دی يوهوښياراو با صلاحيته سياست پوه و. د ده نايب کوړا مل نوميدوچي سيک واود ادينه بيگ غوندې با تجربه منتظم ورته مالي چارې سمبالولې. هغه وخت په پنجاب کي سيکانو د مغلو پر ضد د خالصه په نوم پوځي ځواک جوړ کړي و چي زياتره به يې په مسلمانانو حملې کولي. کوړامل پخپل سياست د سيکانو ځينې ډلی په سرکاري پوځ کي را ټاله کړي او د زيات مرگ ژوبلې مخه يې ونيوله.

په احمد شاهي شاهنامه کي راغلي دي.

چې والي د هندوستان.     په هر چا شه مهربان

د خسرو و دا دبير……        که منو شي اوس امير

چې منو د وزير زوی و.       په خصلت په خوی کې لوی و

د فوجونو شه امير…….      پس له مرگه د وزير………

تمام هند کې دا گفتار…… چې منصب شه هفت هزار……

د ۱۷۴۸ کال په پاې کې احمد شاه ابدالي د دويم ځل لپاره خپل پوځ له اباسينه پوری ويست خو د معين الملک په سياست جنگ ونشو. ده له افغان باچا سره په دې شرط لوز نامه وکړه چي د گجرات، سيالکوټ، پسرور او اورنگ اباد د سيمو حاصل به افغانستان ته ورکوي.  دې تړون ته يې د چارمحل تړون  ووايه. دا سيمه ډيره شنه او ښيرازه ده اوددې نه وړاندې د ايران نادر شاه ته هم ددې حاصلات منل شوي وو.

په راتلونکودوو کالو کي معين الملک په پنجاب کي ښه اوکاميابه حکومت وکړ او کاواکه سيکان يې قابو کړل.  د هغه شهرت تر ډيلي پو‍رې ورسيد اود مشر وزير صفدر جنگ ويره ترې پيدا شوه او دده د زور د ماتولو لپاره يې دده تره شاه نوازد ملتان د والي په توگه پنجاب ته ورواستاو. د معين الملک دا خبره خوښه نه شوه او د خپل تره سره يې د جنگ لپاره پوځ د ملتان په سرحد ودراو. هلته تر شپږو مياشتو ددوئ تر منځ واړه واړه جنگونه کيدل ترڅو په يو سخت جنگ کي شاه نواز خان ووژل شو.  د دی بري په بدل کې کوړا مل ته د انعام په توگه د ملتان د والي عهده ورکړی شوه. پنجاب اوس ټول د مير منوپه لاس کی و، تر دې چې هغه د ډيلي نه ورو ورو لمنه راښکله.   د افغانانو سره کړې لوز نامه  يې هم بی ارزښته وگڼله او د چارمحل حاصلات يې لکه څنګه چې ژمنه شوې وه پرا فغان دولت باندې  ودرول .

دوه کاله افغان باچا په پرله پسې توګه  استازي ورلېږل خو مير منو به له  باج ورکولو  انکار کاوه. په درېم کال ،د ۱۷۵۱ په ژمي کې احمد شاه ابدالي بيا لښکر راويستو او د پنجاب د چناب دسيند پر غاړه يې  پوځ تم کړ. ده د چارمحل دواجباتو لپاره خپل استازی  چي ديوان ( منشي) سکهه جيون مل نوميدو، ورواستاو.معين الملک په ځواب کي  ورته وويل چي پخوانئ لوز نامه هغه د مجبورئ له مخې  کړې وه خواوس دی مجبور نه دي چي د خپلو مزکو حاصل دی افغانانو ته ورکړي. خو ددی لپاره چې احمد شاه دومره له ليرې راغلې دې او زحمت يې ايستلې دې نو دی به ورته ټاکلي اندازه ادا کړي.  خو دايې هم ورسره مل کړه  چې د افغان پوځ له ويرې د سيمې ټول مزکه وال تښتيدلي دي  تر څو افغانان په پنجاب کي پاتې وي، يوه پيسه هم  نه شي ورکولې.

جيون مل له دې ځواب سره بيرته افغاني کېمپ ته روان شو او معين الملک په ملتان کي کوړا مل او په جالندهر کي ادينه بيگ ته  خبر ورکړ چي خپل خپل پوځونه دې د چناب سيند شا وخوا راټول کړې. هدف يې دا و چي په افغانانو يومخيزه حمله وکړي او د تل لپاره له دوئ ځان خلاص کړي. دې له يوه  لوې لښکر سره د افغانانو کېمپ ته روان شو چي هغوئ يې وويني او گوندې له وېرې بيرته ولاړ شي.

خو احمد شاه د جيون مل د ځواب تر لاسه کولو سره سم خپل لښکر د چناب سيند نه پورې وويستو او له وزير اباد سره يې بل کېمپ جوړ کړ.  تر څو ورځو دوئ پريوه  بل د توپو ډزې کولې خود ۱۷۵۲د مارچ په شپږمه نيټه افغان پوځ په چټکئ خپل کېمپ پريښود، د راوي سيند نه پورې ووت  او د لاهورکلا يې محاصره کړه. معين الملک تر يوې مياشتې ددوئ مقابله وکړه. خو افغان لښکروورته د رسد ټولې لارې وتړلې ،په کلا کې د خوراک کمې شو. د اپريل د مياشتې په پيل کې معين الملک د خپلو ټولو اميرانو سره غونډه وکړه. په دې کي زياتو کسانوچي د لوږي او تندي نه په تنگ وو، دا مشوره ورکوله چې دکلا نه دی  بهر افغانانوسره مخامخ جنگ وکړي  خو سپين ږيري کوړا مل ورته وويل، افغانان د ساړه وطن نه راغلي دي او ډير ژر به گرمي نوره هم زياته شي. تاسو څو ورځې نور صبر وکړئ، دوئ به د گرمئ د لاسه محاصره ختمه کړي.

دهغه خبره سمه وه ځکه دوه ځلې پخوا هم احمد شاه په ژمي کې هند ته ورغلې و او د اوړي د پېل سره بيرته تللې و. د هغه  پوځيانو او د اسونو لپاره د هندوستان په گرمئ کي جنگ ناممکنه ښکاريدل. خو د کوړا مل خبره هيچا ونه منله. ددولسم اپريل په سهارمعين الملک په پوره جوش له کلا راووتلو او په افغانانو يې يرغل وکړو. هغوئ هم  تيار ورته ولاړ وو. د دواړو غاړو توپونو خولې پرانستې ،يو وخت د مغل پوځ تله درنه شوه خو احمد شاه خپلو تازه سپرو ته امر وکړو او حمله يې دومره شديده وه چي مغل بيرته خپلو مورچو ته ولاړل اوپه شاشول. په دې وخت کې کوړا مل چي په يو پيل (هاتي) ناست و د خپلو تکړه سپرو سره  ميدان ته ورننوتو او دجنگ نقشه بدله شوه. د پيلانو په ليدو په افغانانو کې گډوډي پيدا شوه، خو ناڅاپه دکوړا مل د پيل پښه په يو زاړه قبر کي ننوته اوله خپل سپاره  سره يو ځاې را پريوتو. يو افغان پوځي سمدلاسه د هغه سر پريکړو او احمد شاه ابدالي ته يې يوړو. د کوړا مل په شان مېړني جنرال د وژنې سره مغل وويريدل او معين الملک چي د ډيلې نه د مرستې توقع يې نه لرله، حپله ماته ومنله او بيرته کلاته ولاړو.

په بله ورځ هغه خپل استاځي له سوغاتونوسره شالا مار باغ ته وروليږل چي د احمد شاه کيږدۍ پکې ولاړه وه. په دې کي پينځلس لکه روپئ، د طلاي او نقرئ ساز سره سمبال يولس اسونه او دوه پيلان چي ښايسته هودې (په پيل د کښيناستوڅپر لرونکي چوکئ) ورباندی ايښې وې، شامل وو. د افغانانو له خوا شاه ولي خان له استازوسره وليدل او هغوئ د سلامي کيدو او روغې د شرايطو خبري ورسره پېل کړې.

 د احمد شاه په غوښتنه معين الملک ورته حاضر شو، دده د حېثيت سره سم د ده هرکلې وشو. عبد الکريم علوي د احمد شاه په تاريخ کې ليکي” کله چي ميرمنو، فاتح ابدالي ته حاضر شو نو باچا ترې پوښتنه وکړه، د سوغاتونو پرځای پخپله ولې د خپل اقا خدمت ته را نه غلې؟ مير منو ورته وويل، ” زه د يو بل اقا په خدمت کې وم. باچا ورته وويل ستااقا ولې په دې سخته کي ستا مرستې ته رانغلو؟  مير منو ورته وويل ” هغه خبرو چي خادم به يې خپل خيال پخپله ساتي.” باچا ورته وويل ” که زه ستا لاس ته درغلی واې نو څه به دي راسره کول؟ هغه ورته وويل” ما به ستا سر قلم کړې او باچا ته به مې وراستولې واې”  ابدالي ورته وويل ” ښه نو اوس چي ته زما په لاس کي يې نو له ما دڅنگه  چلن هيله لرې؟”؟ معين الملک ورته وويل، که سوداگر يې نو خرڅ مې کړه، که ظالم جلاد يې نو سررانه پريکړه، خو که باچا يې نو پخپل لطف ما ته ژوند راوبخښه.

احمد شاه دهغه له خبرو پوه شو چې معين الملک په سياست پوهېږي او د مشر تابه صلاحيت هم لري. ده ته يې غيږه ورکړه اود افغانستان له خوا يې د لاهور والي و ټاکه .  په دغه وخت کې هغه ته يې  خلعت (اعزازي چپنه) يوه توره چي په لاستي يې قيمتي ډبرې لگيدلې وې ، يو زين کړې اس  اوپرهغه برسېره د فرزند خان بهادر رستم هند خطاب هم ورکړو. مير منو پخپل وارد افغانانو ميلمستياو کړه او هر څومره روپئ چي يې راټولولای شوې هغه يې احمد شاه ته ورکړې. د افغانانو سره يې رسمي تړون وکړو چي د پنجاب غبرگ ايالتونه، ملتان او لاهور تر سرهند پورې به د افغانستان برخه وي.

افغانانو سمدلاسه د ملتان کنټرول پخپل لاس کې واخستو او ددوئ يو اميرعبد الله خان چې له پياوړي ځواک سره کشمير ته تللې و، هغه يې بې له  جگړې تر لاسه کړ او جيون مل د افغانانو له خوا د کشمير واکمن شو. افغان مشر ډيلي ته هم خپل استاځې وروليږلواو مغل پاچا احمد شاه دمعين الملک سره د افغانانو شوې تړون په رسمي توگه تصويب اوومانه. خو په دي وخت کي د هغه وزير اعظم صفدر جنگ د اووده په ولايت کې د يو بغاوت د مقابلي لپاره له ډيلي بهر و.

صفدر جنگ د افغانانواو سيکانو دمقابلې لپاره د مې په مياشت کی له  پنځوسو زرو مرهټه جنگيالو سره ډيلي ته را ورسيدونود پنجاب د بيليدو په خبر حيران شو. ابدالي د تړون له تصويب سره سم دلاسه په ۲۱ اپريل د لاهور نه ووتو او د سند او بلوچستان له لارې کندهار ته ورسيد.

دويمه برخه

مير معين الملک( ميرمنو) د افغانستان له خوا د والي په حيث  پنجاب اداره کاوه  او د سيکانو پر ضد يې جهاد اعلان کړې و. دې د۱۷۵۳ په نومبر کې د ښکار پر وخت په ډېرو مرموزو حالاتوکې مړ شو. دمهاراجا رنجيت سينګ په نامه چې کوم کتاب په  ۱۹۸۳ کال کې په ډيلی کی چا پ شوی هلته دغه کال  ۱۷۵۶ ليکلی چې غلط دی .د ځينو خلکو دا نظر و چي ده ته زهر ورکړې شوي وو. د ميرمنوزوئ امين هغه وخت د دوو کالو و او د هغه ميرمنې چې خپل نوم يې مراد بيگم او يا ثريا بيگم و، د  مغلاني بيگم په نوم دخپل زوې دسرپرستې په توگه د لاهور د واکمنئ اعلان وکړ.

 په دې وخت کې مغل باچااحمد شاه د معين الملک خورئې شهاب الدين خپل نوې وزير اعظم وټاکلو او د عماد الملک خطاب يې ورله ورکړ. ميرمنو پخپل ژوند کې ده ته خپله لور عمده بيگم ورکوژدن کړي وه. هغه د مغل احمد شاه نه د خپلې خواښې مغلاني بيگم  لپاره د سرپرست حاکم کيدواجازه واخسته خو په لاهور کی د مير منو ځينې اميران په دی فېصله خوښ نه و. پدی کې بهکاري خان نومې وزير په ډاگه ددی مخالفت وکړ. د ۱۷۵۴ م دمې په مياشت کې د مغلاني ماشوم زوئ امين ناڅاپه پخپل کټکي کی مړ وموندل شو. د هغه وجود هم هاغسې شين و لکه چې د مير منو و.  په لاهور کی داسی اوازه گډه شوه چې گوندی هغه ته هم زهر ورکړی شوي وو. د مغلاني جاسوسانو ورله خبر راوړو چې بهکاري خان يوخواجه سرا ته ښې ډيرې پيسې ورکړې وې او ښاي دا کار د هغه وي.  په دی شک بهکاري خان په بندکی واچول شو.

مغلاني بيګم د زوې له مرگه وروسته د پنجاب د واکمن پاته کېدو لپاره ډيلي او کندهار ته خپل استازي واستول. له دواړو ځايونو ورته دمثبت ( هوکړې)  ليکونه راغلل. احمد شاه ابدالي ورته د خپلی لور په توگه مخاطب شو. مغلاني بيگم ددی برياليتوب سره زړه وره شوه .  هغې د بهکاري خان په سازش پوراباور لرلو او يوه ورځ هغه  يې شاهي کلا ته راوغوښتواو مغلاني  چې ديوی پردې شا ته ناسته وه، په بدو ردووېناو دده هر کلې وکړ. هم په دی وخت، د هغی پنځوس شپيته مينځې او خدمت گارانې د خپلو پيزارونو سره پری ورماتې شوې او دی يې په وهلو وهلو مړ کړو.

بهکاري خان يو عالم سړې اود مير منو په حکومت کې د هغه نايب و. هغه ورته د رستم جنگ بهادر روشن الدوله خطاب ورکړي و. د لاهورټول اميران په دي پېښه سخت خفه شول  او له مغلاني بيگم سره ټولو اړيکي وشلولی. اوس د مغلاني لاس نور هم ازاده شو او هغې د خپلې خوښې دعېش په ژوند لاس پوری کړو.   د هغې  د واک چارې ددريو خواجه سراو (نر ښځو) په لاس کي وې چي خوش فهم، ارجمند او  محبت نوميدل.   دوئ به د ملاقات لپاره ورتلونکي خلک مغلاني ته نه پريښودل. د هغی د شخصيت او د چلن په اړه گنگوسو زور وموند تر دی چي د بخشي (وزير) غازي بيگ خان سره د نا مشروع اړيکو په تور تورنه شوه او دا خبر عماد الملک ته هم ورسيدو. هغه په دی ويريدو چي که مغلاني يې لرې کړه نوافغان باچا به ورته په قهر شي او نتيجه به يې بل جنگ وي.  هغه د مغلاني د اختياراتو د محدودولو فيصله وکړه او په اداري کارونو کی يې دمرستې لپاره مير مومن خان پنجاب ته ورواستاوخو په لاهورکی د مغلاني  په وړاندي د هغه په خبرو چا غوږ نه گراوه .

دهم هغه کال د دسمبر په مياشت کي د پنجاب اميران را ټول شول او فيصله يې وکړه چې مغلاني به واکه لرې کړي. خواجه مرزا خان ددوئ په صلاح د ډيلي نه امر واخستو، هغه يې په شاهي ماڼئ کې نظر بندکړه اوپخپله د پنجاب حاکم شو. مغلاني بيگم ته د خپلوانو نه علاوه بل هيچاسره دليدواجازه نه وه. هغې خپل ماما خواجه عبدالله افغان باچا ته د سفير په توگه ددی پېغام سره واستاو چې د خپلې لور مرسته  وکړي. احمد شاه خپل سپه سالار جهان خان له لښکر سره پنجاب ته وليږلوچې د۱۷۵۵ کال په اپريل کی لاهور ته راورسيد.  خواجه مرزا خان له ويرې وتښتيدو، مغلاني له بنده ازاده  اوجهان خان له خوابيرته د لاهور واکمنه اعلان شوه.

د جهان خان د بيرته تگ دري مياشتې لا نه وي تيرې چي په جولاي ۱۷۵۵کي ددې ماما خواجه عبد الله مغلاني له خپلې خور سره په يوي حويلئ ( لوې کور) کي نظر بند کړه او واک يې پخپل  لاس کي واخستو. هغه وخت د پنجاب خزانه تشه وه  او د حکومت د خرڅ لپاره عبد الله له عامو خلکوپه زوره پيسې اخستې. کله چې ددی خبرې شکايت  ډيلي ته ورسيدو، د جالندهر، دواب فوجدار ادينه بيگ له چټک پوځ سره يوځای په لاهور حمله وکړه او عبد الله سند ته وتښتيدو. مغلاني بيگم احمد شاه ابدالي خبر کړواو هغه د دسمبر ۱۷۵۵م کي يو وارې بيا جهان خان لاهور ته ورواستاو.

په لاهور کی د ادينه بيگ  نايب صديق خان د دراني لښکر په راتگ جالندهر ته ولاړو او مغلاني بيا د بند نه ازاده او دريم وارې  د احمد شاه له خوا د لاهور حاکمه وټاکل شوه . خو افغان باچا اوس پوه شو چې مغل به په پنجاب کی ديوې ښځې دحکومت په لار کې تل خنډونه جوړوي. نو ځکه  يې عبد الله خان دمغلاني بيگم  نايب وټاکلو او هغه ته يې زيات اختيارات ورکړل چې دا خبره د مغلاني خوښه نه وه. د زيات قدرت د اخستو په هڅه کی هغی يوه لويه سياسي تېروتنه وکړه.  په ډيلي کی يې خپل زوم عماد الملک ته ليک وليکلو، چې مفهوم يې داسې و.

کله چي په ما سخته راغله نوله کندهاره احمد شاه دراني زما مرستې ته را منډه کړه. اوس زه بيا په مصيبت کې يم. ايا ته به له ډيلي زما مرستې ته نه راځې. که ته نه شی راتلې نو د خپلې چنغلې د دروستلو لپاره پوځ را واستوه. چي ددی فرض نه مې غاړه خلاصه شي.

عماد له وړاندې نه د لاهور د حالاتواو د افغانانو د پرله پسی مداخلې د مخ نيوۍ په لټه و. د مرهټو او د سيکانو په تاړاکونو هم مغل خزانې ته د پنجاب محصولات نه رسيدل او د پيسو په کمي د سلطنت ډېری برخې ددوئ له لاسه وتلی وې. د مغلاني له ليک سره هغه ته موقع په لاس ورغله چې نه يواځې خپله چنغله را واده کړي بلکه د لاهور او د ملتان د صوبو(ايالتونو) واک هم له افغانانو بيرته واخلي. مغلاني ته يې پيغام ور واستاو چي دی به ډير ژر لاهور ته راځي خو چي بل څوک ترې خبر نه شي. هدف يې دا و چې افغانان دخپلی سيمې د دفاع لپاره عسکر را وانه استوي.

عماد افغانانو او د جالندهر واکمن ته داسي ورښودله لکه چي دې د شهزاده عالي گوهر سره ښکار ته وتلې و. دوئ په ۱۵ جنوري ۱۷۵۶م لودهياني ته ورسيدل.  د جالندهر والي ادينه بيگ ډير چالاکه سړې و. هغه په دي پوه شو چي د واده لپاره څوک دومره ډېر پوځ نه وړي او ارو مرو عمادالملک بل پلان لري. هغه ورته ليک وليکلو چي که په سر هند کي ښکار غواړي نو دې به ورسره ملگرتيا وکړي. دا يې هم ورته وويل چي که د مغلو دوه زره عسکر ورسره مله شول، نو دی به د خپلوکسانوپه بدرگه د لاهور نه د ده امانت ورته راولي.

عماد هم دغسې وکړل او ادينه خپل لس زره پوځ د صديق خان په مشرئ لاهور ته ورداخل کړ. په بله ورځ دوئ مغلاني بيگم ته سلامي ورکړه  او هغې دا هر څه د خپل زوم له خوا د واده ترتيبات وگڼل. عبد الله خان صديق ته دخلعت ورکولو په وخت پوه شوچې مغل پوځ خولاهور نيولې و. دې په بله ورځ د لاهور نه جمو  ته ولاړو. مغلاني ددی خبرپه اوريدو خوشاله  شوه. د ماما کور او شتمني يې سرکاري کړل، په يو مياشت کې يې د عمده بيگم  د واده تياري وکړه او دا يې د خپلو دريو زرو عسکرو سره لودهيانې ته رخصت کړه.

د ناوې د راتلو نه وروسته، په لودهيانه کې عمادالملک د خپل پلان ددويمی مرحلې د پلي کولو لپاره ادينه بيگ ته استاځې واستاو. ادينه سمدلاسه خپل برق رفتار لاهور ته وليږل چې مشر يې سيد جمال الدين نوميده. دوئ سهار وختي شاهي کلا محاصره کړه ، جمال الدين دڅو پوځيانو سره د مغلاني بيگم خوب کوټې ته ورغلوچې هغه وخت ويده وه،  دا يې له چپرکټ را وچته کړه، په يو پالکي( ډولۍ)  کي پوځي قافلې ته يې يوړه، د هغې ټول مال حال يې  راټول کړو او له  هر څه سره يې لودهيانې ته ورسوله.

 مغلاني بيگم په دی کار سخت په قهر شوه او د خپل ځوم په ليدو يې هغه ته وويل چي افغان باچاډير ژرکولی شي چې ددې سپکاوي د بدل اخستو لپاره ډيلي وران کړي. مغلاني داخبره ځکه وکړه چي هغي خپل ماما عبدالله بياکندهار ته استولې و. ادينه بيگ ددی خدمت نه علاوه مغل وزير اعظم ته ديرش لکه روپئ نذر هم ورکړې.  هغه په بدل کی دی د لاهور او ملتان والي او سيد جمال الدين دده نايب وټاکل . مغلاني بيگم کندهار ته يو پټ ليک هم ورواستاو چي احمد شاه ته مخاطب و او مفهوم يې داسی و چي په ډيلي کي د هغی د خسر په ماڼئ کي د کروړونو روپو جواهرات پټ دي . ددې نه علاوه په چتونو کي د سرو زرو خښتې لگيدلي وې. د دويم عالمگير وزيران پخپلو کي سره اخته دي او که تاسو سمدلاسه په ډيلي حمله وکړه نو دا هر څه به ستاسو وي.

 په دسمبر ۱۷۵۶ کې احمد شاه ابدالي د څلورم ځل لپاره پنجاب ته ولاړو، لاهور يې بی له جنگه ونيولو او  په ۲۸ جنوري۱۷۵۷  کي دې ډيلي ته ورسيدو.  هلته يې  مغل اميران په دربار کي راټول کړل او له ټولو يې محاسبه وکړه. عماد الملک د افغان باچا نه بخښنه وغوښته او هغه دی وبخښلو.  څو ورځې وروسته په ډيلي کی احمد شاه د هندد پاچا په توگه پخپل نوم سيکه ضرب کړه،  دوه سياسي ودونه وشول چې دپخواني مغل باچا احمد شاه لوراحمد شاه ابدالي ته او د شهزاده عالي گوهر لوردده زوي تيمور شاه ته په نکاح شوې.

 مغلاني په دي موقع د تيمور شاه د خور په توگه د قيمتي سوغاتونو څو خوانونه شاه ته ور وړاندی کړل او احمد شاه هم ورته د سروزرو اشرفئ ورکړې. دهند د حکومت لپاره افغان باچاد ډيلي پر تخت مغل عالمگيردوېم کښېناو، عماد الملک يې وزيرشوخوروهيله نجيب الدوله يې دمير بخشي د خطاب سره د خپل وزير په توگه وټاکلو. احمد شاه د اپريل په سر کې له  ډيلي  ووتلو. د پنجاب نه هغه وخت افغانانو شل لکه روپئ د باج په توګه راټولې کړې.

د مغلاني بيگم اوس دا هيله وه چې افغانانو سره د هغې د ملاتړ او د معلوماتو په بدل کی دا به يو واری بيا د لاهور واکمنه شي. خو احمد شاه ليدل چې پنجاب د يو افغان مشر موجوديت ته اړتيا لري.  خو د هغه سياسي تېروتنه دا وه چې د يو با تجربه سياست وال په ځاې ، ده خپل تنکې زوې تيمور شاه  په پنجاب کي والي وټاکلواو سپه سالار جهان خان يې دده مرستيال اوسرپرست کړو. ادينه بيگ افغانانو ته ځان تسليم کړو نو دويمه تېروتنه يې هغه ته ټول  اختيارات بېرته ورکول و.  خو د مغلاني بېگم سره تر ټولو لوې نا انصافي دا وشوه چې افغان باچا ددی ټول جاگير( زمکې او کورونه) ضبط کړل او د هغی لپاره يې ديرش زره روپئ  سالانه وظيفه وټاکله.

مغلاني په دي فيصله سخت په قهر شوه او د ابدالي لښکروپسې روانه شوه. په لارې د احمد شاه سره يې په  هره ليدنه کې د خپل حاکميت لپاره خبرې کولې. ښاي په جهلم کې د شېر شاه په تاريخي کلا کې ددوي تر منځ وروستئ خبرې شوي وي. هلته مغلاني احمد شاه ته وويل که زما جاگير ما ته بيرته رانکړي شو نوزه دا ديرش زره روپئ وظيفه نه اخلم. احمد شاه ورته وويل په پنجاب کي اوس ستا ورورحاکم دي اود ورور په شته والي خور ته  فکر نه دي کول پکار، که ستا نورې پيسي پکاری وي نو زه به ستا وظيفه  دري واری زياته کړم.  خو مغلاني بيگم تری مروره ولاړه. لاهور ته په رسيدو هغي په يو سراې (مېلمستون) کي چي د حکيم سراې نوميدو، دوه کوټې په کرايه واخستی او هلته ميشت شوه.

احمد شاه په دی وخت کي په پنجاب کې يو تکړه حاکم  ته اړتيا لرله چي د سيکانو او مغلو دواړو سره سياسي معاملي وکړي.   خو دا کار د جهان خان او د تيمور شاه د وس نه هم بهر وچې د حکومت تجربه يې نه وه.  اخر دوئ مجبوره شول چي د ادينه بيگ سره معامله وکړي او د ۳۶ لکو روپو په بدل کي يې د جالندهر او سرهند سيمي هغه ته پريښودی. د ضمانت په توگه يې د هغه وکيل دولا رام په لاهور کي ايسار کړو.  څو وونئ وروسته د ادينه او د جهان خان تر منح د واجباتو قضيه پيل شوه نو وکيل دولارام يې په بند کی واچولو.

مغلاني بيگم چي خبره شوه نو د دولارام په پلوي يې هلی ځلی پېل کړی ځکه هغه ددی هم وکيل پاته شوی و. تيمورشاه ته يې خواست وکړو او اخردشهزاده په سفارش هغه پريښودل شو. په دي وخت کي هغي د لاهور نه د افغانانو د ايستلو لپاره دجهان خان پر ضدسازش وکړو ، خو د وخت نه وړاندي خبره څرگنده شوه. د جهان خان ملازمانودمغلاني بيگم سپکاوې وکړو، وی ترټله  او ځينی تاريخونه واي چي دا يې وهلی هم وه.  بيا ددی سازش په جرم هغه  يې بندي خانې ته ورواستوله او ځينې تاريخونه واي چې هم هلته مړه شوه،  خونور بيا واي چي احمد شاه کله چې له دې پيښې خبر شو نو د هغی د خوشې کولواو ډيلي کی خپلی لور عمده بېگم ته د وراستولوامروکړو.

 خو مغلاني بيگم په ډيلي کی د خپل ځوم يا نورو امراو سره د اوسيدو پر ځاي په يوسراي کی کوټه په کرايه واخسته،  هلته د يو سړي سره يې واده وکړو خو د ژوند په وروستيو کی به په يوې  تيرې کوټې کي  پرته وه اوهم هلته په ۱۷۹۷ کې گمنامه مړه شوه.

ماخذونه

۱. تاريخ پنجاب. سيد محمد لطيف. اردو ژباړه.افتخار محبوب. ۱۹۹۴. تخليقات لاهور .مخونه. ۴۳۴.۴۳۵. ۴۵۴

۲. احمد شاهي شاهنامه، حافظ مرغزي.علامه رشاد اکاډيمي کندهار. ۲۰۰۸ م . ۱۶۲، ۱۶۸ مخونه

۳.  احمد شاه دراني. گنډا سنگه. ۱۹۵۹….بيا چاپ ۱۹۸۱ طارق پبلي کېشنز لاهور.۱۳۷.۱۳۸،۱۳۹.۱۴۳  مخونه

۴.  حاکمان پنجاب. اسد سليم شيخ. اظهار چاپونکي لاهور، نيټه نا څرگنده. ۳۵۴، ۳۴۳ ،مخونه

۵.- مهاراجا رنجيت سينګ. د برخليک سړی . ډاکتر روشن لعل اهوجا.   ډيلی  ۱۹۸۳  (۱۳ ) مخ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب