Home+تورباز؛ سنجې دټ یو وار بیا په افغان رول کې

تورباز؛ سنجې دټ یو وار بیا په افغان رول کې

تاند – تورباز یو هندی فلم دی چې د افغانستان په اړه جوړ شوی دی. په دې فلم کې مرکزي رول د بالیووډ د مشهور سینمايی ستوري سنجې ډت دی او نرګس فخري بیا د دې فلم ښځینه رول په غاړه لري.

دا فلم د دسمبر په یوولسمه نیټفلیکس انترنیټي شبکې خپور کړ.

که څه هم د دې فلم نوم پښتو دی یعني تور باز خو بالیووډ یا د هند سینما په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو په یوه کمپ کې د افغان ماشومانو پر ژوند جوړ کړی دی.

نیټفلکس، چې اوس د نړۍ د سینمايي فلمونو او سریالونو د خپرولو یوه لویه شبکه ده، دا فلم د جمعې په ورځ خپور کړ. د دې شبکې فلمونه په درسته نړۍ کې سلګونه ملیونه انسانان ګوري.

دا شبکه د میاشتني فیس په بدل کې مشتریانو ته بې شمېره فلمونه، سریالونه او مستند فلمونه وړاندې کوي.

د هندي رسنیو پر اساس، ګیریش ملک د تورباز فلم پرودیوسر او راهول میترا یې ډایرکتر دی.

په دې فلم کې ښودل کېږي چې طالبان څرنګه په خپلو لیکو کې ماشومان ګوماري او څه ډول د بهرنیو او افغان ځواکونو پر ضد په اتحاري حملو کې له هغو کار اخلي.

په دې فلم کې سنجې دت، چې مرکزي رول په غاړه لري، د دې لپاره کابل ته ځي چې د یوه ماشوم په انتحاري حمله کې یې مېرمن او زوی وژل شوي دي.

سنجې دت په دې فلم کې له پاکستانه د بېرته راستنو شویو کډوالو یوه کمپ ته ځي او هلته یې له کرکټ سره د ماشومانو مینه دې ته هڅوي چې د کمپ له ماشومانو د کرکټ ټیم جوړ کړي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې په یوه کره کتنه کې د دغه فلم په اړه کښلي چې د افغانانو ژوند یې هغسي چې پکار وه، نه دی انځور کړی.

خو څه چې په دغه فلم کې اوڅار او د پام وړ دي هغه د طالبانو له لوري له ماشومانو څخه په جګړه په تېره بیا انتحاري حملو کې استفاده او په افغانستان کې د کرکټ لوبې شهرت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...