Homeخبرونهخلیلزاد، د سولې خبرې باید د جنورۍ په پنځمه پیل شي

خلیلزاد، د سولې خبرې باید د جنورۍ په پنځمه پیل شي

تاند(دوشنبه، د قوس ۲۴) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وايي د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې باید د جنورۍ په پنځمه بېرته پیل شي.

خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه دې ته په اشارې چې دواړو مرکچي پلاوو اعلان کړی چې د شلو ورځو لپاره دمه کوي، کښلي«… حتمي ده چې د خبرو په بیا پیلېدو کې ځنډ ونه شي او هغسې چې موافقه شوې ده، باید د جنورۍ په ۵ مه بیا پیل شي.»

ده په عین حال کې ویلي «له بده مرغه، جګړه لا روانه ده. د یوه سیاسي جوړجاړي، اورکم او اوربند لپاره اړتیا لاهم بیړنۍ پاتې ده.»

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د سولې د خبرو بل پړاو دې د افغانستان په داخل کې ترسره شي.

تر ده وړاندې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ورته غوښتنه کړې وه.

دوی طالبانو ته ویلي چې د افغانستان په هره سیمه کې چې دا ډله یې غواړي، افغان مرکچي پلاوی خبرو ته حاضر دی.

که څه هم طالبانو لا دا غوښتنه رد کړې نه ده خو د دې ډلې پلویانو له دې وړاندیز سره مخالفت کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...