جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبهرنیو هېوادونو ته د رېل پټلۍ له لارې د افغان صادارتو بهیر...

بهرنیو هېوادونو ته د رېل پټلۍ له لارې د افغان صادارتو بهیر چټک شوی

تاند (دوشنبه د قوس ۲۴) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکه اداره وايي چې په تېره یوه اونۍ کې د رېل پټلۍ له لارې تر ۳۵۰۰ ټنه ډېر کرنیز توکې بهر ته صادر شوي دي.

یادې ادارې نن دوشنبه په یوه بیان کې ویلي چې دا توکي د روزنک، مزارشریف، حیرتان او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له تمځایونو بار شوي او ترکیې، ایران، ازبکستان او قزاقستان ته استول شوي دي.

په بیان کې راغلي، په صادر شویو توکو کې حبوبات، وچې او تازه میوې شامل دي چې زیاته برخه یې مالټې دي.

باید وویل شي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د قوس میاشتې په ۲۰ د هرات –خواف رېللار په رسمي توګه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ایران د ولسمشر حسن روحاني له لوري افتتاح شوه.

د چارواکو په وینا د هرات خواف رېل پټلۍ له لارې به افغانستان او ایران وکولای شي چې په خپل منځ او نورو هېوادونو ته صادرات ولري چې د دواړو هېوادونو ګټې به پکې خوندي وي.

بلخوا د ایران او افغانستان تر منځ د رېللارې له افتتاح کېدو سره سم پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې له چمن څخه تر سپین بولدک پورې به رېللار جوړه کړي.

د پاکستان د رېلارو (رېلوې) وزیر شیخ رشید احمد ویلي، په لومړي پړاو کې به پاکستان له چمن څخه تر سپین بولدک پورې ۱۱ کیلومتره پټلۍ کښېږدي.

د نوموړي په وینا د دې پروژې سروې بشپړه شوې او اوس یې د عملي کار د پیلېدو هڅه کېږي.

تېره اوونۍ له ایران څخه لومړنی رېلګاډی، چې ۴۰۰ ټنه سمینټ پکې بار وو، هرات ولایت ته راغی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب