یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+روزل شوي سرتیري| جنرال دولت وزیري

روزل شوي سرتیري| جنرال دولت وزیري

له بده مرغه ځینې کسان داسې فکر کوي، چې سرتیري یوازې او یوازې د جنګ، جګړو، وژلو، ويجاړولو لپاره روزل کېږي او ځکه نو له خلکو سره یې چلند هم باید بد، له تاوتریخوالي ډک او غیرانساني وي.

د ځینو خلکو ذهن ته چې کله د  «سرتیري» کلمه راشي، دوی ور سره جوخت د ډول ډول وسلو په هکله سوچونه کوي او بیا وسلې خو په رښتیا د وژلو له پاره وي.

دا هم سمه ده چې سرتیري جګړه کوي او کله چې هیواد له بهرني یرغل او ناورین سره مخ شي، دوی له خپلو وسلو سره یو ځای د هیواد دفاع او ساتلو ته ور دانګي او د دښمن پر ضد که اړتيا وي، وسله واله مبارزه خپلوي.

په داسې حالاتو کې کيدای چې روزل شوي سرتیري د دښمن تر وژلو، اسيرولو او د هغوی د مادي ځواک او قوت تر ويجاړولو پورې پر مخ لاړ شي. خو په عادي حالاتو او د روزنې پر وخت سرتیرو ته یوازې د وسلو، وژلو او ويجاړولو درس نه ورکول کیږي. ځکه سرتیري د ټولنې ډير سپیڅلي او د بشپړ نظم لاندې قشر او ځواک دی.

د هر سرتېري په معیاري روزنه کې د حکومتونو له خوا څو مهم ټکي په پام کې نیول کېږي، چې دغه سرتېري باید وفادار وي، خپله دنده او ملکفیتونه وپېژني، درناوي وکړي او درناوی یې وشي، د ځاني دفاع پوره وړتیا ولري، عزت وکړي او عزت یې وشي، انګېزه ولري او د هېواد د ارزښتونو په رمز پوه وي. دوی ته د جګړې ضد، انسانیت، هیواد او خپلو خلکو سره د مينې، د بشپړ دسپلين او نظم، د اړو کسانو سره د خواخوږۍ، د کمزورو او بېوزلو د لاس نیوۍ او د یو ښه او عادل انسان درس او روزنه ورکول کیږي.

سرتیري تل د یوه منظم پروګرام او تر ټينګ دسپلين لاندې ژوند کوي. دوی د یوه ډیر بوخت مهالویش له مخې اوږده ساعتونه کار کوي، دوی په خپلو کارونو کې دومره بوخت وي چې د نورو سوچونو لپاره اصلا وخت او فرصت نه پیدا کوي، چې پر یوه سرتېري د رواني فشارونو موضوع هم باید په پام کې ونیول شي.

سرتېري یوازې له خپل کار او د هیواد سره د مینې په هکله سوچونو ته وخت لري او تل پرې فکر کوي. دوی ټوله ورځ بوخت وي او ډیر يې د رخصتۍ په مفهوم هم نه پوهیږي، د جمعې او د بلې ورځې تر منځ د کارونو له پلوه هیڅ تفاوت نه کوي او یا ځان پرې نه پوهوي.

دوی اکثره د کلنۍ رخصتۍ په فکر کې هم نه وي، په سړه او توده هوا کې په سنګرونو کې پراته وي، په غیرعادي شرایطو کې خپله دنده ترسره کوي، حال دا چې امتیازونه به یې هم کم وي.

زه ويلای شم چې سرتیرې د ځان له پاره وخت یو امتیاز ګڼي نه خپل حق، ځکه دوی د نورو ټولو کارونو څخه زیاته خپله دنده سپیڅلې او مقدمه ګڼي. د دوی کرکتر او اخلاق دومره اوچت وي چې روزل شوي افسران، بریدملان او سرتیري د دندې اجرا د خپل شخصي عزت موضوع ګڼي.

په دنده کې ناکامي دوی د ځان او خپلو ملګرو له پاره بيعزتي بولي، ځکه خو د سر تر ورکولو هم تېر وي، دوی د بیعزتۍ له ژوند څخه مړینه غوره ګڼي.

دوی، سره د دې چې د دښمن په مقابل کې ډیر زړور او قوي زره لري، خو په اصل کې دوی د ډیر زړه سوانده، مهربانه، او نرم زړه خاوندان دي. دوی تل انسان ته د انسان په سترګه ګوري او پر جنګ او جګړو نفرین وايي.

د دوی اکثرو جګړې، مرګ او ژوبلې په سترګو لیدلي دي، په خپلو هډوکو يې د جګړو ناخوالې له بل هر چا څخه زیات حس کړي دي. کله چې شرایط جنګي وي، دوی د دغو جنګي شرایطو په لومړیو کرښو کې دي، نو ځکه دوی د تلپاتې سولې پلویان او یوازې جګړه کول خپله دنده نه بولي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو اړوندان هغه سپیڅلي او د تلپاتې سولې پلویان ځواکونه دي چې له بل هر چا څخه ډیر دوی ته درد رسیدلی دی او له بل هر چا څخه زیات دوی د یوه ښه او ارام ژوند مستحق دي.

خپلو سپیڅلو وسله والو ځواکونو سره مینه او دوی ته د عزت په سترګه کتل د هر سپیڅلي افغان دنده ده. کله چې تاسې دوی ته عزت ورکوئ، درناوی یې کوئ په حقیقت کې دوی ته مورال ورکوئ، دوی نور هم هڅول کېږي چې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.

موږ دوی يو او دوی موږ یو، یو ځان او په یوه ځان کې واحد روح یو. که دوی وي موږ به یو، هیواد به مو تلپاتې سولې ته رسیږي او د پرمختګ پر لوري به درومي.

یوازې یو با دسپلینه، با ایمانه، با اطاعته، خپل هیواد او خپلو خلکو ته خواخوږی وسله وال پوځ د خپل هیواد له بدمرغیو څخه د ژغورلو توان لري.

1 COMMENT

  1. سرتيرو مو همیشه قربانی ورکړی، مګر جنرالانو صرف د یو کيلو کباب او وډکا لپاره ځان خرڅ کړی دی.ه
    خلقی ئي د دولت سره خیانت وکړ وئيل به ئي چه نجیب زمونږ. موقعیف چوکی تنخواه بند کړه او لاړل د سبګن ګل بدین سره، پرچمی جنرال ئي لاړ د مسعود سبګن غیږ ته دوئي وطن پرست نه وه موقعف پرست وه د سور د کوتدتاه نه بعد افغانستان کی باعزته حنرال پاتی نه شو ټول شاخی تاخی، ګيدور، شراب خور، جاسوس، پرتی پاله، د خارجیانو تالی سټی دی، حيف د هغه ځوانانو چه دهغه مزدوره تبقی د وطن په نوم مړه کړل او خپله په زوړ ځان اوس هم ژوند کوی او ځوانی جنکو سره ودونه کوی، کور، لری او موقعف لری.
    شر به کار دی تاسو په شکل جنرالانو ته وطن مو تباه کړو او خبری مو د عزت، او وطن کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب