یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح وایي؛ د څارنوالانو خوندیتوب ته له دوی سره په ګډه...

امرالله صالح وایي؛ د څارنوالانو خوندیتوب ته له دوی سره په ګډه نوې طرحه جوړوي

تاند (دوشنبه، د قوس ۲۴) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي د څارنوالانو د امنیت خوندیتوب لپاره یې دوی سره په ګډه د یوې طرحې په جوړولو کار کوي.

صالح په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی چې، څنګه طرحه او کله به بشپړېږي.

په دې طرحه داسې مهال کار پیلېږي چې، په دې وروستیو کې پر څارنوالانو بریدونه زیات شوي.

تازه تېره ورځ یکشنبه د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې نا پېژاندو کسانو یو څارنوال وژلی وو.

د یادونې ده چې د څارنوالانو سربېره په دې وروستیو کې خبریالان هم له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

خبریالان او د خبریالانو ملاتړ بنسټونه وایي سره له دې چې، دوی په ځلونو له حکومت سره امنیتي اندېښنې شریکې کړي خو د دوی په خبره حکومت ورته پام نه دی کړی.

خبریالان داسې مهال پر حکومت نیوکه کوي چې په تېرو څو ورځو کې دوه خبریالان د نا معلومه کسانو له لوري ووژل شول.

دوی له حکومت نه غواړي چې د دوی امنیت ته هم له دوی سره په ګډه یوه طرحه چمتو او عملي یې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب