لیکوال: هاشم وحدتیار
د افغانستان سولې لپاره د بین الافغاني خبرو حساس پړاو پیل شوی. تېره اونۍ دوه لویو پرمختکونو په وجه د سولې تمې ډیرې شوي. لومړی دا چې افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتو پر طرزالعمل موافقه وکړه او دوهم د افغانستان د مصالحې عالي شورا پرانیستل شوه.
د امریکا متحده ایالاتو له لوري تر دوه کلنو هڅو وروسته بالاخره طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېناستل. دغه خبرې اوس مهال د تړلو دروازو تر شا دوام لري تر څو په وسیله یې د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه ختمه شي. مذاکراتي ډلې اوس په دې بوختې دي چې د اجنډا موضوعات ترتیب کړي. د امریکا اوطالبانو د هوکړې پر اساس طالبانو په افغانستان کې د امریکایانو پر وړاندي اوربند اعلان کړی خو دغه ډله لا هم په پر له پسې توګه د افغان حکومت پر وړاندي جګړې ته دوام ورکوي چې د ملکي تلفاتو سبب کیږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) راپورونه ښيي چې د ۲۰۲۰ کال له جنوري څخه تر سپتمبر میاشتې پوري د افغانانو مرګ ژوبله ۵۹۳۹ تنو ته رسیدلې.
نړیواله ټولنه او افغان حکومت طالبان هڅوي چې اوربند وکړي خو دا ډله زړه نا زړه ده. اوس مهمه پوښتنه دا دې چې ولې طالبان اوربند نه کوي؟
څلور لاملونه یې دا دي:
لومړی: طالبان خپل جنګیالي له لاسه ورکوي. په اوربند کې طالب جنګیالي لویو ښارونو ته د تګ لېوالتیا لري چې د حکومت تر واک لاندي دي او دوي کله هم دا ښارونه نه دي لیدلي. د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې طالبانو د لومړي ځل لپاره د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند وکړ او د راپورونو له مخې زرګونه جنګیالي يې له دې اوربند وروسته د جنګ لیکو ته ستانه نه شول. د طالبانو اکثره کم عمره جنګیالي له لیري پرتو کلیو جذبیږي چې ښارونه یې نه دي لیدلي. دوي ته داسې ویل کیږي چې د ښار اوسیدونکي د اسلامي فرایضو له عملي کولو منع شوي. اوس طالبان له دې وېره لري چې که جنګیالي يې ښارونو ته لاړ شي او د اسلام حقیقي بڼه وګوري له جګړې به لاس واخلي.
دویم: اوربند، طالبانو کې خپلمنځي اختلافونه پیدا کوي. ښايي په قطر کې د دوي سیاسي رهبري اماده شي چې اوربند وکړي خو په افغانستان کې ددوی قوماندانان اوربند نه غواړي او پر دې ټينګار کوي چې په زور به ټول هېواد نیسي. په قطر کې د دوي له سیاسي مشرتابه سره جوړجاړی تر ډیره آسانه دې . په ۲۰۱۳ کې کله چې په دوحه کې د طالبانو دفتر پرانیستل شوی، ددوی سیاسي رهبري په دې پوهیږي چې د امریکايي ځواکونو له تګ وروسته که دوي حکومت هم ونیسي خو د نړیوالو له مرستو پرته به پایښت ونه لري. بل خوا په افغانستان کې د طالبانو قوماندانان په دې باور دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اساس بهرني پوځیان له افغانستان څخه ووزي، دوي کولای شي په زور افغان حکومت ړنګ او د هېواد واک د ځان کړي.
طالبان په دې هم باور نه لري چې آیا ټول قوماندانان به یې د اوربند خبره ومني او کنه. په دې وروستیو کې له متحده ایالاتو او افغان حکومت سره د خبرو پر مهال د طالبانو خپل منځي توپيرونه په ښه ډول څرګند شوي. سږ کال په مې میاشت کې چې دوي درې ورځي اوربند اعلان کړ، د اعلان باوجود یې ځينو عناصرو بریدونه ترسره کړل چې ۱۴ افغان پوځیان پکې ووژل شول. دا لومړی ځل نه و بلکه د ۲۰۱۸ کال په جون کې لومړنی اوربند هم په بشپړه توګه رعایت نه شو او او طالبانو په حملو کې تر ۴۰ پوري امنیتي سرتیري ووژل شول. اوس که بیا طالبان اوربند کوي، د تحریک په دننه کې ځيني کسان ترې سرغړونه کوي چې ورسره د دې ډلې پر یووالي باندي د افغانانو او نړیوالو شکونه نور هم زیاتیږي او دا وېره زیږوي چې که سوله وشي تر بل بیرغ لاندي به بیا هم جګړه روانه وي.
په کابل کې د داعش وروستیو بریدونو د سولې پر پروسې لا شکونه زیات کړي. افغانان په دې باور دي چې که د داعش بریدونه دوام کوي نو له طالبانو سره هم سوله بې مانا ده او د تل پاتې ثبات سبب نشي کېدای. طالبانو ادعا کړې چې په افغانستان کې يې داعش له منځه وړی خو اوس که طالبان اوربند کوي داعش به پياوړی شي او له طالبانو سره خبرې به افغانستان ته دایمي سوله را نه وړي، دا خبره به له طالبانو سره له سولې وروسته ثابته شي.
درېیم: اوربند به طالبان د خپلو هدفونو ته د رسیدلو واټن زیات کړي. – طالبان دوه هدفونه لري. لومړی له افغانستان نه د امریکايي ځوکاونو وتل او دویم طالبان واک ته رسیدل. د امریکا او طالبانو د هوکړې په اساس امریکايي پوځیان به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وزي. طالبان په ویاړ وایي چې تحریک یې په جګړه کې بریالی شوی. همدارنګه ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې ټول پوځيان به له افغانستان څخه وباسي. له دې سره طالبان نور هم په دې باوري شول چې د خپل بل هدف پر لور، افغانستان کې د اسلامي امارت قایمولو تهنژدي شوي. اوس که طالبان اوربند کوي هدف ته د رسیدلو لپاره خپله اصلي وسیله چې تاوتریخوالی دی له لاسه ورکوي او له خپلو هدفونو لیري کیږي.
څلورم: طالبان غواړي د اوربند په بدل کې ډیر څه تر لاسه کړي. د جګړې دوام د خبرو پر میز طالبانو ته امتیاز ورکوي. طالبان یواځي هغه مهال اوربند ته چمتو کیږي چې د افغانستان حکومت د دوي درانه شرطونه ومني. په دې لړ کې د ۷۰۰۰ طالب بندیانو خوشي کول، د اوسني حکومت ختمول او طالبانو ته هېواد سپارل شامل دي چې له هغې وروسته به طالبان پکې له نورو افغان سیاستوالو سره ګډ حکومت جوړ کړي. قطر کې د طالبانو سیاسي مشارنو په امریکا کې له مېشتو افغان مبصرینو سره په خبرو کې وویل، چې که طالبان اوربند وکړي، کابل اداره به خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي او د سولې بهیر به جدي نه ګڼي.
تاوتریخوالي د طالب ډلې یواځينۍ امتیازي وسیله ده، که د اوربند په ترڅ کې دا هم له لاسه ورکړي، بیا دوی داسې څه نلري چې خپلو موخو ته پرې ورسیږي.خو د اوربند په ردولو کې د دوي محاسبه غلطه ده. دوی که ټول هېواد همم ونیسي او پر افغانانو خپل رژیم وتپي خو بیا به هم د هغوي پر زړونو او ذهنونو واکمنۍ ونه لري. اوږد مهالی اوربند د ټولو افغانانو لومړی او اساسي غوښتنه ده. تر هغه چې طالبان اوربند ونه کړي، د افغانانو له کرکې سره به مخ وي.
لیکوال: هاشم وحدتیار، په واشنګټن کې د نړیوالو چارو مبصر
نو څه پکار دی؟
ایا امریکا د اعتماد وړ ده او که د هغه وایسرای غنی؟
دا د شل کالو اشغال ولی په اوله کی دا خبره نکوله. ولی یی تالبان په وحشت مړه کول او یا یی د زندانو په قفسو کی اچول. زور او ایدیالوجی منطق نه پیژنی.
امریکا چه په فلفین کی له تیرو سلو کالو څخه راپدیخوا مسلمانانو ته ازادی نده ورکړی او یا یی له ایران سره پرونی تړون ندی منلی نو هغه به د چا تر اعتماد لاندی راسی؟ دا چه تړون له امریکایانو سره وسو او هغه په ځلو مات سو، او امریکایی وایسرای په هر ممکن ډول دهغه مخالفت وکړ نو دا په خپله یو اشتباه پیدا کوی چه امریکایان چل کوی او غواړی تالبان خطا باسی.
یو مبصر باید ټول واقعیت ووایی او هغه باید افغانانو ته مخلصانه وی.