یکشنبه, مې 19, 2024
Home+بېګ باش کې افغان لوبغاړی نوراحمد د عمران طاهر ښه ځای ناستی...

بېګ باش کې افغان لوبغاړی نوراحمد د عمران طاهر ښه ځای ناستی بلل کېږي

تاند ( شنبه، د قوس ۲۲) نور احمد لکڼوال په بېګ باش ليګ کې د نړیوالو پام خپل کړی دی.

افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال اوسمهال د اسټراليا په بېګ باش سياليو کې له مېلبورن رېنیګډس لوبډلې سره لوبېږي او د نړیوالو پام یې ځکه خپل کړی چې د دوی په خبره خورا هوښياره توپ اچونه کوي.

دوی وایي لکڼوال په ډېر کم عمرکې د نړۍ مشهور ليګ بېګ باش ته لاره ومونده او د ده راتلونکی هم روښانه برېښي.

نړيوالې رسنۍ وایي نوراحمد د عمران طاهر په نشتون کې د ده ښه ځای ناستی دی او ښایي د نوموړي په نشتون کې هم دی ولوبېږي.

نړيوالو ته په جګړه ځپلې افغانستان کې د دا ډولو لوبغاړو راپیدا کېدل حيرانوونکې خپره برېښي او وایي نور احمد هم همالته روزل شوی دی.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په ډېرې خوارۍ یې کرکټ زده کړه او تل به یې په کلي کې له خپلو مشرانو وروڼو سره لوبې کولې.

نور احمد لکڼوال د افغانستان د خوست ولایت اوسېدونکی دی.

هغه وایي لومړی یې په خپل پلرني ټاټوبي کې لوبه کوله او وروسته یې د ورور په وړاندیز د کرکټ اکاډمۍ ته مخه کړه.

بل لورته د کرکټ شنونکی ریچارډ سنډینم د نور احمد په اړه وایي: « څنګه چې نبي په هماغه ټیم کې ښه لوبېده نور احمد به هم د هغه د مهارتونو څخه په ګټنې ښه تمام شي او ښه به وځلېږي.»

د کرکټ افغان شنونکي هم د نور احمد لکڼوال لوبېدل په بېګ باش لیګ کې نوموړي ته یو ښه چانس یادوي.

دوی وایي اوس لازمه ده چې لکڼوال د پياوړو لوبغاړو له تجربو ګټه واخلي او په نړيوالو لوبغالو کې ځان وځلوي.

د نور احمد ترڅنګ په بېګ باش ليګ کې نور افغان لوبغاړي، نبي، راشد، مجیب هم لوبېږي.

بیګ باش ليګ وړمه ورځ پيل شوی او تر دې دمه په کې یواځې د ګوتو په شمېر لوبې ترسره شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب