Homeخبرونهکندز کې د سپین زر فابریکه بیا په فعالیت پیل کوي

کندز کې د سپین زر فابریکه بیا په فعالیت پیل کوي

تاند (شنبه د قوس ۲۲) د کندز چارواکي وايي چې د سپین زر دولتي تصدي به ډېر ژر بیرته خپل فعالیتونه پیل کړي.

دا تصدي چې تر ډېره د غوړيو او صابون جوړولو د تولید په برخه کې فعالیت کوي، په تېرو دوو لسیزو کې د کورنیو جګړو پر مهال یې فعالیتونه په ټپه ولاړ و.

د کندز د سپين زر تصدۍ رييس ذبيح الله زاهد وايي، ددغه فابریکې د بیا فعالېدو لپاره پینځه نوي ماشینونه له ازبکستان څخه پېرودل شوي او کندز ته انتقال شوي دي.

د ښاغلي زاهد په خبره چې دغه ماشينونه د ١٢٠ زره امريکايي ډالرو په ارزِښت د افغانستان او ازبېکستان هېوادونو د هوکړې له مخې پېرودل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، دغه پینځه نوي ماشينونه په ۲۴ ساعتونو کې د لسو ټنو نباتي غوړيو د توليد ظرفيت لري.

د چارواکو د معلوماتو له مخې د دغې تصدۍ په بېرته فعالېدو سره به سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

سپین زر تصدۍ لومړی ځل په ۱۳۱۴ کال کې د شمالي شرکت په نوم خپل فعالیتونه پیل کړي و خو د تېرو څو کلونو راپدېخوا د کورنیو جګړو له امله په ټپه ولاړه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...