یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+افغان لوبغاړي قیس احمد د مينه والو زړونه خپل کړل

افغان لوبغاړي قیس احمد د مينه والو زړونه خپل کړل

تاند ( شنبه، د قوس ۲۲) قیس احمد تېره شپه د سرېلانکا په لنکا پرېميرلیګ کې په خپلې چټکې توپوهنې تېزه نيمه سليزه پوره کړه.

نوموړي په پاکستاني توپ اچوونکو بريدګره توپ وهنه ترسره کړه او په ۲۲ توپونو یې پوره ۵۰ منډې ترسره کړې.

قیس احمد په دې لوبې سره د افغانانو زړونه خپل کړل او ډېری یې اوس په ټولنیزو رسنیو کې په ستاينو نه مړېږي.

د ټولنيزو رسنیو افغان کاروونکي وایي، قیس احمد په دې بريدګرې توپوهنې سره پر پاکستانیو ټوپ اچوونکو د دوی زړونه یخ کړل.

نوموړي تېر ماښام په ٢٢ توپونو چټکې ٥ شپږيزې او ٢ څلوريزې ووهلې او نيمه سليزه یې پورته کړه.

هغه په وروستي اور کې په انور علي ٤ پر لپسې شپږيزې ووهلې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د نوموړي په تړاو د کرکټ وېبپاڼو او نورو خلکو هم ټويټونه کړي دي او له توپ اچونکي وروسته يې ويلي چې يو بل ښه الراونډر ته هم هرکلى ووايئ.

قس احمد هم په يوه توېټ کې ليکلي: « چې له پيله يې دا هڅه وه چې د شل اوريزو لوبو يو مناسب الراونډر جوړ شم. په دې وروستيو مياشتو کې مې په خپله توپوهنه ډېر کار وکړ او نن يې د خپلې خوارۍ پايله ترلاسه کړه.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب