یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+مجیب ځدران، له رغېدو وروسته خپلې لوبدلې سره یوځای شو

مجیب ځدران، له رغېدو وروسته خپلې لوبدلې سره یوځای شو

تاند ( شنبه، د قوس ۲۲) د افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن ځدران د کورونا له ناروغۍ وروسته له خپلې لوبډلې سره یوځای شو.

د برېسبين هېټ لوبډلې  ویلي چې، مجیب کانبرا کې له لوبډلې سره يو ځاى شو.

دا په داسې حال کې ده چې مجیب الرحمن ځو ورځې وړاندې په کورونا ناروغۍ اخته شوی وو او په روغتون کې تر درملنې لاندې وو.

په ټولنیزو رسنیو کې د مجیب ځدران د روغتيا په اړه د خوښۍ خبرونه هم خپاره شوي دي.

د فېسبوک یو شمېر کاروونکو د مجیب هغه انځورونه خپاره کړي چې په کې مجیب ماسک اچولی او روغه سټه ولاړ دی.

مجيب الرحمن له محمد نبي، ظاهر خان او قېس احمد سره په ګډه له کابل څخه اسټراليا ته تللی وو.

ویل کېږي چې ښايي نوموړی راتلونکې لوبه کې د خپلې لوبدلې لپاره ولوبېږي.

مجیب الرحمن تېره ورځ د کرکټ نړيوالې شورا د يو ورځنيو لوبو تازه درجه بندۍ کې هم مخکې شوی.

یادې شورا په تازه خپره کړې درجه بندۍ کې لیکلي چې مجیب تر بومرا مخکې او دوهمه درجه کې راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب