Homeخبرونهپولیسو هغه کس ونیوه چې د لسمې امنیتي حوزې یو افسر یې...

پولیسو هغه کس ونیوه چې د لسمې امنیتي حوزې یو افسر یې وژلی و

تاند(شنبه، د قوس ۲۲) د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل پولیسو د هغه افسر قاتل نیولی چې تېره شپه د دندې پر مهال وژل شوی و.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د کابل پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې هغه کس نیولی چې تیره شپه يې د لسمې امنیتي حوزې یو افسر د دندې پر مهال په تفنګچه وژلی و.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په ټول هیواد په ځانګړې توګه کابل ښار کې موخه لرونکي قتلونه زیات شوي او په نا معلومه دلایلو د ښار په بیلابیلو سیمو کې خلک وژل کیږي.

د یادونې ده چې نن سهار د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د نامعلومو کسانو له لورې راکټونه وتوغېدل چې له کبله یې یو تن ووژل شو او یو بل ټپي شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...