جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+تشې ډولۍ او ډک تابوتونه | ولي الله ملکزی

تشې ډولۍ او ډک تابوتونه | ولي الله ملکزی

 حاجي صیب عمر ګل، کورونا ته د شیشکې وینه وایي. کله چې د موټر دروازه خلاصوي نو د بسم الله سره جوخت، چین ته یوه اپلته ور وشړي. د ده په قول، د ماښام د ښاپیرکي سوپ دوئ نوش جان کړ او ژوند یې زموږ پیکه کړ. دلته به ودونه وو، سنت ګرۍ به وې او د پیدایښت د ورځې په بهانه به رقم رقم نخرې وې. چا به د پیرنګیانو سرې برګې نیکټایي ګانې اچولې وې او چا به پکول په سر او پټو له ځانه را تاوو کړی وو. یکه دوکه ځوان به د سټیج په سر جلالي شو چې زه په پښتو او پښتونواله باندی سر ورکوم. از هر چمن سمنې.

خوا مو بده نه شي، اوس دا نکلونه او متلونه هم کم رنګي او د کاڼي په ځای د یخ په کونده لیکل شوي دي. پخوا به مشرانو ویل چې خپل، خپل او پردي په ډیرو نارو خپل دي، خو اوس خبره اپوټه ده، خپل هم پردي ګڼل کیږي. د الحاج مشر ځوی نیمچه ډاکټر دی، کله چې خوارکی سهار وختي له شفاخانې راشي، نو مور یې له اشپز خانې ور غږ کي: ادې دی جار سه، ورشه پاک ولامبه بیا راشه چې څټ دی ښکل کړم.

الحاج، نن پاو بالا دولس بجې د کور مخ ته اول د موټر هارنډ را وواهه، بیا لا دقیقه تیره نه وه مس کال یې راکړ چې شابه نن زموږ وړوکي جومات ته ځو چې اول جماعت رانه ولاړ نسي. خوله او پوزه په تربوزک او لاسونه یې په آبي دستکشو پټ کړي وو. خدای دی خیر ورکړي تر مسجده یې ګړ ونه کا، ځکه د جمعې په ورځ له کوره تر جوماته تګ، د عبادت برخه وي. کنه نو د نصرت فتح علي خان د دمادم مست قلندر، لعل شهباز قلندر مسته قوالي یې د پل مټک د نصوارو په څیر عمل دی. بله دا چې حاجي صیب په ځوانۍ کې د چاري پسونو لمان خوړلي او هره شپه د کولسترولو یوه لپه ګولۍ خوري، نو زه هم ورسره خبره نه ورغبرګوم.

جومات کې خلک د ښاري قوانینو له مخې، یو یو ګز لری ولاړ او هر چا له ځان سره خپل جاینمازونه راوړي وو. لږه شیبه وروسته د جومات اصلي امام، دویم جماعت ته پاتې شو او یو ځوان قاري صیب ته یې د امامت کولو اشاره ورکړه. حافظ صیب چې څومره د برکت الله سلیم صیب په سبک، ښکلی تلاوت کوي هغومره خنده رویه او خوش لباسی شازلمی دی. د منبر په سر ودرید، له قبضې څخه یو پوټې وړې ږیرې باندې یی لاس تیر او له جیبه یې د خطبو کتاب راوویست. د پنځو دقیقو خطبه ټوله په عربي وه چې له یو څو عربانو پرته، شاید د ناستو خلکو سر ورباندی نه وي خلاص شوی.

په پای کې یې هغه لیکل شوې دعا ولوستله چې زموږ اکثره امامان صاحبان یې په متحد المال ډول وایې، خو قاري ګل یوه جمله ور زیاته کړه (السلطان ظل الله فی الارض، من اهانه، فقد اهانه الله – پاچا په مځکه کې د الله سیوری دی، که څوک د هغه بی قدري وکړي، نو الله به یې سپک سپاند او مختوری کړي) له دوه رکعته سنتو پسی ډیرې خلک دعا ته ونه دریدل او هر سړی په بیړه روان شو. کله چې موټر ته راغلو نو د حاجي صیب موډ دا ځل بدل وو. اول یې دغه بی دعا بې نفا خلک وهابیان وبلل چې ولې له دعا وتښتيدل؟ بیا یې له قاري صیب څخه ګیله وکړه چې وه د الله نیکه بنده، دغه دعا خو په ترکیه کې عثماني سلطان، سلیمان قانوني پنځه پیړۍ وړاندی د خپل سلطنت د بقا لپاره پخپلې امپراتورۍ کې په ټولو امامانو باندی واجب کړې وه. اوس سلطان له کومه شو او د عدالت سیوری یې چیرته دی؟

موږ خو په داسی یو ملک کې اوسیږو چې د ټولې نړۍ ستر جمهوریت همدلته دی. د دی ځای خلک خو د پاچا، امیر، شاه، اعلیحضرت، عالي جاه، عالم پناه او والا حضرت نومونه په ډرامو او فلمونو کې ګوري یا یې شاګردان د تاریخ په مضمون کې لولي. ولسمشر مو په پخه تیږه انتخابات بایللي، مګر تر هغې یې نه مني، ترڅو د قاضي القضاة له خولې یې نه وي اوریدلي. لا د ترافیک سرې اشارې ته ولاړ وو چې عمر ګل، د قاري، ملا او عالم تر منځ فرق ته پام شو.

قاري او حافظ، ډ‌یر کله عالم نه وي بلکې یواځی د الله تعالی کتاب یې حفظ کړی وي، ښه ذهن لري او خوږ قرائت کوي. ملا صیب، معمولا د کلي هغه روحاني شخص ته ویل کیږي چې په مسجد کې پنځه وخته امامت کوي، د ګاچ یا ململ ښایسته پټکي په سر او د ضرورت په وخت کې دم تعویذ هم کوي. قدوري، خلاصه، نور الایضاح او د سعدي ګلستان یې  زده او د خپلو مقتدیانو د جنازې او نکاح شرعي احکام سرته رسوي.  عالم بیا هغه چا ته ویل کیږي چې خپله تنکۍ ځواني یې د صرف او نحوې،‌ د منطق صغری او کبری، د فقهې، اصول فقهې، د حدیثو دورې او د جلالین او طبري د تفسیر زده کولو ته وقف کړي وي. بیا خپله توره ږیره، د مفتي مقام ته د رسولو په اوږدې لیارې کې سپینه کړي.

عیني واقعیت خو دا دی چې رښتیني عالمان، د حضرت پیغمبر(ص) وارثان او زموږ د ټولنې ډیر ارزښتناک قشر دی. څوک چې د دوئ حیثیت نفی کوي او د تجریدولو هڅه یې کوي، هغه به حتما د خپلې ټولنې څخه بیګانه وي او یا به له دین سره عقده لري. بل حقیقت دا دې چې په هیواد کې د روانې کور ړنګې جګړې دواړه خواوې د الله کلمه ګو او د دی خاورې بچي دي. یواځی وړمه ورځ مو د ځوانیمرګې ملالې، محمد طاهر او نهو نورو هیواد والو د ډکو تابوتونو انځورونه ولیدل. په هدیره کې د درې رنګي ملي بیرغ ترڅنګ، سپینه جنډه هم رپیده چې (لا اله الا الله محمد رسول الله) ور باندی لیکل شوې وو. چا قبرونه کیندل او چا پری اوښکې تویولې. د هر لوري‌ ټپ او درد، نور د زغم نه دی.

همدا تیره جمعه،‌ د شینوارو د جودرې په جومات کې د ۷۲ شهیدانو د تلین یو کال پوره شو. له دوئ څخه درې درجنه بورې میندې او دوه درجنه ځوانې کونډې پاتې شوې. ځینې یې لا د واده د شنو بنارسیو او سرو نکریزو په تمه وې. هیڅ چا ته پته نشته، د دغو سپیڅلو شهیدانو قاتل به د محشر په ورځ، خپل پیغمبر ته په کومو سترګو وایي چې: زه خو ستا امتي یم، زما شفاعت وکړه.

کاشکې! زموږ قدرمند خطیبان د (السلطان ظل الله) په ځای د (القتال بین المسلمین حرام) خطبې ولولي تر څو تشې ډولۍ له ګلالیو ناوو څخه ډکې، خپلو نوو کورونو ته په اوږو یووړل شي.


یادونه: عمر ګل، د حاجې صیب مستعار نوم دی خپل یې بل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب