یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغان خبريالانو اندېښنې؛ دوی د خونديتوب په برخه کې له ملګرو...

د افغان خبريالانو اندېښنې؛ دوی د خونديتوب په برخه کې له ملګرو ملتونو مرسته غوښتې

تاند ( شنبه، د قوس ۲۲) افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه ورځ بلې ته زیاتېږي.

وروستیو پېښو افغان خبریالان سخت اندېښمن کړي او په دې برخه کې حکومت په بې غورۍ تورنوي.

افغانستان کې د بې پولې خبریالانو د سازمان په ګډون د ژورنالیستانو یو شمېر کورنیو او نړیوالو سازمانونو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې، د افغان خبریالانو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي.

یادو بنسټونو لګرو ملتونو ته په استولي شوي ليک کې منلې چې ملګري ملتونه دې افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

د افغان خبريالانو یاد شمېر بنسټونو په دې لیک کې، د افغان خبریالانو پر وړاندې د ډېرېدونکي تاوتریخوالي او ګواښونو په اړه د خبریالانو او رسنیو اندیښنې په ګوته کړي او له امنیت شورا څخه يې چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

په دې لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې د دا ډول پېښو عاملين دې تر فشار لاندې ونیول شي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاورتریخوالي پېښې زیاته شوې او خبریالان یې سخت اندېښمن کړي دي.

تازه په دې وروستیو کې د ژورنالېزم د کورنۍ دوه تنه ووژل شول.

په دې پېښو کې ملالۍ ميوند په جلال اباد ښار کې نامعلومه وسله والو دندې ته د تلو پرمهال د تېرې پنج شنبې په ورځ ووژله او د سرچینو په خبره تېره ورځ فردين اميني په کابل کې ترور شوی دی.

وروستیو پېښو په هېواد دننه هم سخت غبرګونونه راپورته کړي او عام خلک يې خواشيني کړې دي.

دوی په دې برخه کې حکومت ننګوي او وایي ډېر کله د دوی د بې غورۍ له امله خبریالان او عام خلک وژل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب