شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته د افغان حکومت وړانديز؛ محب وايي د سولې پاتې پړاوونه...

طالبانو ته د افغان حکومت وړانديز؛ محب وايي د سولې پاتې پړاوونه دې دلته ترسره شي

تاند ( شنبه، د قوس ۲۱) د سولې د خبرو پر دوام یوځل بیا په هېواد دننه هيلې ټوکېدلي دي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب طالبانو ته په يو تازه وړانديز کې ویلي چې، د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید په افغانستان کې ترسره شي.

محب زیاته کړې، افغان دولت د ځای په اړه هېڅ ملاحظه نه لري.

هغه وایي طالبانو ته د دوی وړانديز دا دی چې هر چېرته دوی وغواړي هلته به د تاسیساتو په ګډون د خبرو لپاره بشپړه چمتووالی ونيسي.

د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د سولې خبرې ارزښتمنې وبللې او زیاته یې کړه چې، په دې توګه به خبرې ټولو ته د باور وړ وګرځي او افغان ولس ته به پر خبرو اترو د مالکیت او نظارت توان ورکړي.

حمد الله محب وایي په بهر کې سوله او سوله‌ کوونکي له بیروني شرایطو متاثره وي او تجربو ښوولې چې دا ډول سوله افغاني ګټي نه تامینوي.

حمدالله محب داسې مهال طالبانو ته دا وړانديز کوي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د جګړې شدت اوج ته رسېدلی او هره ورځ په ګڼو ولایتونو عامو خلکو او افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې، د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ بازار او یو شمېر دولتي ودانۍ یو ځل بیا د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د راپورونو له مخې طالبانو د یادې جګړې پر مهال ۵ کمانډو سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي او اوس هم د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو قوماندان کبیر خان نن ماسپښین ازادي راډېو ته ویلي چې له تیري شپې راهیسي وسله والو طالبانو دغلته پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب