شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت وايي، افغان خبریال فردین امیني ځان وژلی

د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان خبریال فردین امیني ځان وژلی

تاند (جمعه د قوس ۲۱) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د اریانا نیوز تلویزیوني شبکې یو کارمند فردین امیني نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې په کابل کې ځان وژنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټوېټر لیکلي، لومړني معلومات ښيي چې فردین امیني په کابل کې د منشي میر غلام ښارګوټي ته چې په اولسمه ناحیه کې موقعیت لري تللی او هلته یې د یوې ټلیفوني اړیکې وروسته د غره په یوه تېره تېږه خپله غاړه پرې کړې او مړ شوی دی.

هغه زیاتوي، که څه هم د یاد ښارګوټي ساتونکو د فردین امیني د ژغورنې هڅه کړې، خو په وینا یې بریالي شوي نه دي.

د فردین امیني جسد د کابل ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه د دغه پیښې لامل او انګیزه نه ده روښانه شوې، خو طارق آرین وایي په دې اړه د پولیسو د کشفي ډلې څیړنې پيل شوې دي.

امیني چې په اریانا نیوز ټلویزیون کې یې د خبریال په حیث دنده تر سره کوله، ځینو همکارانو یې رسنیو ته ویلي چې هغه په مرموز ډول وژل شوی دی.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي و چې فردین امنیتي د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې پرون پنجشنبه په ننګرهار کې د انعکاس ټلویزیون یوه کارمنده ملاله میوند د وسله والو په برید کې ووژل شوه او تر دې مخکې بیا په کابل کې د طلوع نیوز پخوانی کارمند یما سیاوش او په هلمند کې د ازدي راډېو خبریال الیاس داعي په ماین چاودنو کې وژل شوي و.

6 COMMENTS

  1. لنډکی یادښت:
    ید خبر دی غم جن یې کړم.

    ((خپله مرۍ یې پرې کړې او مړ شوی دی.))

    مرۍ د مشرقي د خلکو محلي اصطلاح ده. په نورو ولایاتو کې نه کارول کیږي.

    ستاسو مطلب به غاړي پریکول و، یعني خپله غاړه یې پرې کړې او مړ شوی دی. مرۍ د شیشو څخه جوړه وړه دانه ده، په منځ کې سوری لري، مختلف رنګونه لري او د تسبیح د وټیو، ښځینه کالیو او نورو زینتي تو کیو په جوړولو کې کارول کیږي.

    زه حیران یم چې ولي په لوی لاس د ستاندرد ښایسته پښتو ـ لفظونو پر ځای ځیني خبر لیکونکي او
    خبر یالان و محلي سخت فهمه لفظونو ته لاس اچوي او د خبر په فهم کې ستونځي را منځته کوي؟

    اسمان به را ړنګ شي که ټول خبر په مشرقي لهجه ونه لیکل شی.؟

    ایا دتاند لوستونکي یوازي د مشرقي اوسیدونکي دي، که ټول اتیا ملیونه پښتانه؟

    کومنټ مې مه ړنګوئ، که راسره موافق نه یاست ځواب راته ولیکئ، سړی خوابدی شي. زه او نور پښتانه خپلو اولادونو ته څرنګ پښتو ور زده کړو او یا ورته ووایو چې تاند ولولئ؟ چې تاسو ستاندارد پښتو راته په محلي لهجو لیکئ!

    والسلام

  2. !لنډکی یادښت، په پورتني کومنټ کې د ټایپې ناسمیو تر سمښت وروسته

    بد خبر دی غم جن یې کړم.

    ((خپله مرۍ یې پرې کړې او مړ شوی دی.))

    مرۍ د مشرقي د خلکو محلي اصطلاح ده. په نورو ولایاتو کې نه کارول کیږي.

    ستاسو مطلب به غاړي پریکول و، یعني خپله غاړه یې پرې کړې او مړ شوی دی. مرۍ د ښیښو څخه جوړه وړه دانه ده، په منځ کې سورۍ ده، مختلف رنګونه لري او د تسبیح د وټیو، ښځینه کالیو او نورو زینتي تو کیو په جوړولو کې کارول کیږي.

    زه حیران یم چې ولي په لوی لاس د ستاندرد ښایسته پښتو ـ لفظونو پر ځای ځیني خبر لیکونکي او
    خبر یالان و محلي سخت فهمه لفظونو ته لاس اچوي او د خبر په فهم کې ستونزي را منځته کوي؟

    اسمان به را ړنګ شي که ټول خبر په مشرقي لهجه ونه لیکل شی.؟

    ایا د تاند ویبسایټ لوستونکي، یوازي د مشرقي اوسیدونکي دي، که د اتیا ملیونو پښتنو ټول باسواده یې لوستلای شي؟

    کومنټ مې مه ړنګوئ، که راسره موافق نه یاست ځواب راته ولیکئ، سړی خوابدی شي. زه او نور پښتانه خپلو اولادونو ته څرنګ پښتو ور زده کړو او یا ورته ووایو چې تاند ولولئ؟ چې تاسو ستاندارد پښتو راته په محلي لهجو لیکئ!

    والسلام

  3. د اورمیږ تعریف : د سر او تنی تر مینځ برخی ته اورمیږ وای.

    د اورمیږ څلور خوای : شمال ته یی مرۍ، سهیل یا جنوب ته یی څټ، ختیځ یا شرق ته یی چپه غاړه او غرب ته یی د ښی خوا غاړه موقیعت لری.

    وای په مرۍ کی یی ډوډی ونښته شاته په څټ ګوزار ورکړه، یا اوبه ورکړه چه د مرۍ څخه یی ډوډۍ تیره شی.

    پلانی سړی یی د موچی په تار د مری له طرفه حلال کړو.

    ستونی د مری تر شا موقیعت لری.

    لکه چه وای ستونی ستاق مه ویده کیږه یا ستونی ستاق مه څمله
    قصابه وروره ماته دیی پرون ټوله د اورمیږ غوښه راکړی وه
    او داسی نور

  4. افغان صیب او ستومان صیب د مری پر ځای که يی په انگلیسی ژبه نک استعمال کړی وای نو تاسی به داسی د تشویش وړ غبرګون نه وای ښودلی. دنيا چيرته ورسيده او تاسی په الفاظو کی بند پاتی ياستی. سرونه وژغوری په دی خاطر چی سر کی عقل وی او عقل د ژبۍ سره تماس لری نو که سر نه وی نو ژبه هسی يوه ټوټه غوښه ده.

  5. ښاغلي افغان څخه مننه چې توضیحي بیان یې کښلی دی.
    ځیني جملې یې د محلي لهجې تر اغیز لاندي ښکاري.

    د تاند د لوستونکو د سم پوهاوي او لاښه و ضوح په پار لاندي جملې/ لنډۍ چې په ولس کې عامي یا اوریدل شوې دي، لیکم:

    مرګوټي داسي ځوانان یو وړل
    له ډیره خیاله بې کاږه وړل اورمیږونه

    پلانی ډېر سپین سترګی دی، نږدې و په څټ کې مې را کیني

    د غنمو څټي درانه و، څټ مې درد کوې.

    په پلاني ولایت کې مجاهدینو یو سړی په څټ کې حلال کړی و.
    یعني نادره کار یې کړی و.

    مور یا پلار چې خپل نارینه او لاد ته زیات په قهر شي، نو ورته وایي: مزغی دي مات شه!

    و لټ زوی ته وايي:

    دومره غټ اورمیږ دي دی، بلا به دي ووهي چې په… مرسته را سره و کړې.

    یا ځیني میرمني وايي:

    بې له خاونده یا زویه مې ډوډۍ تر ستوني نه تیریږي

    حلق مې وچ کلک دی، یو سور اوبه را کړئ

    ډوډۍ مې په حلق کې و نښته.

    ((ستوني ستاق ))
    مې نه دي اوریدلي، منظور به مو ستوني ستخ وي.
    یعني پر ملا پریوتل یا څملاستل.

    که ستاسو او خبر کښونکي مطلب له (( مرۍ)) څخه تر زني لاندي، د غاړي هغه ګرده را وتلې برخه وي، نو هغه خو کلک هډوکی دی او په هغه ځای کې سړی نه شي حلالیدلی.
    په اورمیږ د انسان حلالول پخپله د قساوت یوه لویه نښه ده، چې نارمل انسان دې کار ته آن د حیواناتو په حلالولو کې لا زړه نه ښه کوي.

    دا د ټولو په ګټه ده، چې خبرونه او مقالې په عام فهمه او ټول منلي پښتو نثر و لیکل شي، ځکه ورباندي پوهیدل اسانیږي.

  6. مظلوم ملت» نامD ته دي وویل شي«
    ستومان او افغان سمه ځای ته ګوته نیولې
    سر د هر چا خپل دی، دی پوه شه اختیار یې. لاکن پښتو مو سره ګډه ده. سمه پښتو مو راته کنډر کنډر کړه، هر څه چې مو په فکر کې درغلل راته لیکئ یې.
    :آخیر به راته ولیکئ
    د پولي په سر لار ده، پټي کي چرا میروې
    وروره بي بي سي خو مو دهمدې لغمانۍ لهجې له سببه په بیخ کینوله، یو تاند پاتی و هغه مه راباندی دروئ
    موږ معیاري پښتو لیکل له تاند څخه غواړو، بس خلاص

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب