Home+د هسپانیا د یوه ژوبڼ ۴ زمریان په کورونا اخته شوي

د هسپانیا د یوه ژوبڼ ۴ زمریان په کورونا اخته شوي

تاند- د هسپانیا د بارسلونا په ژوبڼ کې د څلورو زمریانو د کورونا ټیست نتیجه مثبته وه.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، درې زمرۍ او یو زمری وروسته له دې معاینه شول چې د کورونا نښې پکې ولیدل شوې.

د ژوبڼ د دوو کارکوونکو د کورونا وایرس هم تایید شوی دی.

اوس څېړنې روانې دي چې څرګنده شي دا زمریان څنګه او ولې په کورونا وایرس اخته شوي دي خو باور کېږي چې زمریانو ممکن د ژوبڼ له ساتونکو څخه کورونا وایرس اخیستی وي.

د ژوبڼ له لوري له یوه خپور شوي بیان سره سم، په کورونا وایرس اخته شوي زمریان په تنفس کې ستونزه لري او څه نا څه ټوخیږي او پرنجېږي.

دوی ته د عفونت ضد درمل ورکول کېږي او تر پوره څارنې لاندې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...