سه شنبه, مې 21, 2024
Home+چين: د کوویډـ۱۹ ضد واکسین ژمنه پوره کوو

چين: د کوویډـ۱۹ ضد واکسین ژمنه پوره کوو

جان روان ځاځی / پیکینګ

چين وايي، د کوويډـ۱۹ضد شپږ ډوله واکسينونه يې د درېيم پړاو په وروستۍ مرحله کې دي او ډېر ژر به یې تاييد اعلان او د روان کال تر پای پورې به يې شپږ سوه ميليونه ډوزه بازار ته وړاندې کړي. 

د دغه هيواد چارواکي وايي، چې په چين کې اوس د کوويډـ۱۹ ضد واکسين څېړنيز کارونه په سالم ډول روان دي او ژمنه يې کړې چې د عامه محصولاتو په توګه به یې داسې توليد کړي چې د نړۍ ټول وګړي ورته لاسرسی ولري او خپلې دغې ژمنې ته به د عمل جامه وراغوندي.

 د متحده عربي اماراتو د روغتيا وزارت د روانې مياشتې په ۹مه نېټه اعلان وکړ، چې د چين د سينوفارم د درمل جوړونې ملي شرکت لخوا توليد شوی د کوويډ-۱۹ ضد واکسين يې په رسمي توګه ثبت کړی او ډېر ژر به يې خلکو ته د ورکولو بهیر پيل کړي. 

چين په دې وروستيو کې د برازيل ساوپاولو ایالت ته د کوویډـ۱۹ ضد يو ميليون ډوزه واکسين او د اندونيزيا پلازمينې جاکارتا  ته ۱ اعشاريه ۲ ميليونه دوزه واکسين لیږدولي دي.

ويل کیږي، برازيل په لاتیني امريکا کې د کورونا وبا له  امله تر نورو ډېر ځپل شوی هيواد دی او په اندونيزيا کې هم د کوويډ-۱۹ وبا د خپرېدو وضعيت ډېر سخت او بوږنوونکی دی.

خبري رسنۍ د روغتيايي کارپوهان په قول وايي، چې د چين لخوا جوړ شوي د کوویډـ۱۹ ویروس ضد واکسينونه ممکن په نړۍ  کې د واکسينونو د برابرولو تشه ډکه کړي.

په بریتانيا کې خلکو ته د کوویډـ۱۹ ضد واکسين ورکولو بهير د روانې ډسمبر مياشتې په اتمه نېټه پيل شوی. دغه واکسين د فایزر او بيونټيک کمپنيو لخوا په ګډه جوړ شوی دی. د دغه هيواد د درملو او روغتيايي توليداتو ادارې ويلي، چې دغه واکسين ۹۰ سلنه خلکو ته خونديتوب ورکوي او په ټول هيواد کې به يېپه پراخه کچه پيل کړي. 

د روسیې روغتيايي ادارې د روانې مياشتې په پنځمه نېټه خلکو ته د سپوټنيک په نوم د کوویډـ۱۹ ضد واکسين پيل کړی دی. ولسمشر پوتين په روسيه کې په پراخه کچه د دې واکسين د ورکولو امر کړی، خو ويل کیږي، چې د دغه واکسين درېيم پړاو لا هم  پای ته نه دی رسيدلی. 

کله چې د روان ۲۰۲۰م کال په پيل کې د کوويډـ۱۹ ويروس څرک ولګيده، نو ډېر ژر يې پر ګردې نړۍ لمن را تاو کړه.  هغه مهال ځيني هيوادونه د دې پر ځای چې د یاد ویروس د مخنيوي په برخه کې چټک او مؤثر ګامونه پورته کړي، پر ناندريو او جنجالونو بوخت وو. 

کوويډـ۱۹ ويروس د ډېرو هيوادونو اقتصادي ودې مخ پر ځوړ روانې کړي او په ګردې نړۍ کې یې بوږنوونکی وضعیت جوړ کړی دی. اوس په نړۍ کې د دې ویروس ضد واکسينونو خبره راپورته شوې او د خلکو هيلې يې راټوکولي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب