Home+آیرلنډ د افغانستان په وړاندې د لوبډلې نومونه اعلان کړل

آیرلنډ د افغانستان په وړاندې د لوبډلې نومونه اعلان کړل

تاند- آیرلنډ وايي، په جنورۍ کې به یې د کرکټ ملي لوبډله د افغانستان او متحده عربي اماراتو سره مسابقې وکړي.

ایرلنډ تازه د افغانستان په وړاندې د درو مسابقو لپاره د خپل کرکټ ټیم د لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

په پام کې ده چې افغانستان او آیرلنډ د کرکټ د نړیوالې شورا د نړیوال سوپرلیګ جام لپاره درې مسابقې وکړي.

تراوسه پورې د دواړو لوبډلو ترمنځ د مسابقو ځای او نېټې نه دي ټاکل شوي.

آیرلنډ دغه راز د متحده عربي اماراتو په وړاندې هم د خپل ټیم نومونه اعلان کړل.

آیرلنډ په روان ۲۰۲۰ م کال کې د کورونا وبا له خپرېدو سره سره توانېدلی چې ۱۲ نړیوالې مسابقې وکړي.

دغه ټیم د سږ کال په اګست کې انګلنډ ته ماتې ورکړه.

له افغانستان سره د آیرلنډ مسابقه به له اګست راوروسته لومړنۍ نړیواله مسابقه وي. دې ټیم د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله مسابقې درولې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...