Homeداسې هم شتهساینسد پوځیانو د پټېدو لپاره بدلېدونکی پوستکی جوړ شو

د پوځیانو د پټېدو لپاره بدلېدونکی پوستکی جوړ شو

تاند- د جنوبي کوریا څېړونکو یو ډول مصنوعي پوستکی اختراع کړی چې سرتېرو ته امکان ورکوي چې د جګړې په میدان کې ځان پټ کړي او په دوربینونو کې ونه لیدل شي.

دا پوستکی په ۵ ثانیو کې له هغه ځای سره خپل رنګ ورته کوي چې سرتېری پکې وي.

مثلاً که شین ځای وي د پوستکي رنګ هماغسي اوړي خو که وچ او خړ ځای وي د پوستکي رنګ په ۵ ثانیو کې د خاورو په شان رنګ خپلوي.

په اصل کې دا پوستکی اغوستل کېږي.

د څېړونکو په وینا له مایکرو کمرو څخه په استفادې یې دا سیستم جوړ کړی چې په اتومات ډول د چاپېریال له رنګ سره خپل رنګ برابروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...