شنبه, مې 18, 2024
Home+د برلین کلتوري مرکز، د نړۍ ښکلې او مهمه سیمه نړۍ

د برلین کلتوري مرکز، د نړۍ ښکلې او مهمه سیمه نړۍ

علم گل سحر

د برلین کولتوري فوروم د موزیمونو، کتابتونونو، د کنسرتونو د ښکلو سالونونو، کلیسا او پلورنځیو په درلودلو سره په آلمان کې د ګرځندوی په زړه وړونکی ځای بدل شوی دی. د برلین فرهنګي مرکز د جرمني د برلین ښار د پوستدامر په لویدیځ کې پروت دی چې په شپیتمه میلادي لسیزه کې مشهور آلماني معمار هانس شارون طراحي کړ. نوموړي په جرمني کې نورې ودانۍ هم طراحي کړې دي چې ډیر مشهور اثار یې د فیلارمونیک تالار او د برلین بحري موزیم دی.

د برلین د کلتوري مرکز د جوړیدو نظریه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوه په ۱۹۵۸ میلادي کال کې د برلین د کلتوري مرکز د طراحي لپاره په لویدیځ برلین کې سیالي پیل شوه. هغه وخت لویدیځ برلین چې له ختیځ برلین څخه د یوه دیوال په وسیله بیل شوی و، د امریکا، بریتانیا او فرانسې تر نفوذ لاندې سیمه وه چې د دوهمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو وروسته رامنځته شو او له سیاسي لحاظه د لویدیځ آلمان اړوند و. د لویدیځ برلین چارواکو پریکړه وکړه چې په دې سیمه کې یو کلتوري مرکز جوړ کړي، په تر سره شوې سیالي کې هانس شارون ګټونکی شو. ده په ۱۹۶۰ میلادي کال کې د دې کلتوري فوروم یا ټولګې ودانۍ طراحي کړې او له هغه وروسته د برلین ښار د دغې برخې د جوړولو کار سوکه سوکه پیل شو. په دې سیمه کې د سنت متیوس کلیسا هم ودانه وه چې تر دې دمخه یې د بیا رغونې کارونه بشپړ شوي وو. د ښار چارواکو پریکړه وکړه چې دغه تاریخي ودانۍ په کلتوري ټولګه کې وساتل شي. د فیلارمونیک تالار، د برلین دولتي کتابتون او ملي ګالري د دې کلتوري ټولګې له لومړنیو ودانیو څخه ګڼل کیږي وروسته په ۱۹۹۸ کې د برلین د انځورګري ګالري وداني هم په دې مرکز کې جوړه شوه، په دې ګالري کې د اروپا له دیارلسمې تر اتلسمې پیړۍ پوري د هنر مهمې او ښکلې بیلګې خوندې دي چې کولای شو د آلبرشت دورر، لوکاس کراناخ، هانس هلباین ،  یوهانس فرمیر ، روخیر فان در ویدن، یان وان آیک، رافایل، ساندرو بوتیچلی، تیسین، کاراواجو، پیتر پل روبنس، رامبرانت، آنتونیو ویویانی او جیووانی پیتونی د اثارو یادونه وکړو.

د دې کلتوري ټولګې د جوړولو چارې د انځورګري د ګالري له جوړیدو وروسته هم روانې وې. د ښکلو هنرونو موزیم، د چاپ او انځورګري موزیم، د موسیقي الاتو موزیم د برلین د هنر کتابتون هم د دې کلتوري مرکز اړوند دي دا ځای د ښکلو ودانیو او بي شمیره کلتوري او هنري امکاناتو په درلودلو سره د نړۍ له مهمو کلتوري ځایونو څخه ګڼل کیږي.

د کلتوري ټولګې او پوستدامر پلاتز یا میدان پلورنځی چې له لویو ځنځیروي پلورنځیو څخه شمیرل کیږي د سوداګریزې ځانګړتیا تر څنګ د ګرځندویي لپاره هم په زړه پورې ځای دی.

دغه سوداګریز مرکز په کودام واټ کې پروت دی چې په پنځوسمه او شپیتمه میلادي لسیزو کې له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه وه د کرونا ناروغي له خپریدو دمخه هم دلته د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه.

دې پلورنځي ته نږدې یو موزیم او د هغه خواته د مولټي میډیا نمایشات او خواته یې د رستورانتونو، سینما او د خوړو او ساعتیری ځایونو شتون د دې سبب شوي چې ډیر لیدونکي ورشي.د کرونا ناروغي د دویمې څپې له خپریدو مخکې دا سوداګریز مرکز د سهار له لسو د شپې تر لسو بجو پرانیستی و او په دې وختونو کې به د خلکو ګڼه ګوڼه  پکې زیاته وه.

2 COMMENTS

  1. د علم ګُل ورور د معلوماتی لیکنی څخه په مننی سره
    د لیکنی په څلورمه کرښه کی د ( شپیتمی میلادی لسیزی ) پر ځای اشتباهاً شپیتمه میلادی پیړی لیکلی سویده

    • ډیره مننه زه به یې په اصلي متن کې اصلاح کړم ، دلته که امکان ولري د ویبپاڼې محترم مسوولین یې اصلاح کړي، ډیره مننه خوشحاله اوسې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب