شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت: امنیتي ځواکونو ننګرهار کې د ټابلیټ کا ګولیو باروړونکی...

کورنیو چارو وزارت: امنیتي ځواکونو ننګرهار کې د ټابلیټ کا ګولیو باروړونکی موټر کشف کړی

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۹) د کورنیو چارو وزارت وايي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو درې تنه د نشه یي توکو قاچاق کوونکي د ننګرهار ولایت په اړوند سیمو کې د دوه جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د یادو کسانو له ډلې؛ په تورخم ښارګوټي کې یو کس له ۵۵۵۷ قرصه “کا” نشه کوونکو تابلېتونو سره چې په یو عراده بار وړونکي “هینو” ډوله موټر کې يې د قاچاق په موخه ځای پر ځای کړي وو نیول شوی دی.

د یاد وزارت په وینا د ننګرهار ولایت په اړوند سیمو کې دوه تنه نور له څه باندې ۱۲ کیلوګرامه هیرویینو، یو میل کلاشینکوف وسلې او یوې قبضې تفنګچې سره یو ځای نیول شوي دي.

نوموړي زیاتوي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د دې ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د چرسو یو پټنځای کشف او سوځولی دی.

د دې وزارت په وینا، ۲۸ ټنه چرس په یو پټنځای کې زیرمه شوي وه، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو لخوا ویجاړ شوي.

ننګرهار ولایت له پاکستان سره د پولې له امله په هیواد کې د مخدره توکو یو له لویو لارو څخه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب