جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهله ۹۱ کوډ ناسمه ګټه اخیستنه؛ ولسي جرګه وايي د حکومت واګې...

له ۹۱ کوډ ناسمه ګټه اخیستنه؛ ولسي جرګه وايي د حکومت واګې له غلو سره دي

تاند (چهارشنبه د قوس ۱۹) د افغانستان د ولسي جرګې غړي وایي له ۹۱ کوډ څخه د ایستل شویو غیر قانوني لګښتونو په اړه دې څېړنه وشي.

وکیلانو دغه څرګندونې نن چهارشنبه کړي او ویلي یې دي، هغه خلک چې په فساد کې ښکیل دي له وسله والو طالبانو ډېر خطرناک دي.

د ولسي جرګې د غړیو په وینا د نظام واګې غلو ته په لاس ورغلې چې یواځې د خپلو شخصي ګټو په غم کې دي او د ملت پالنې هېڅ فکر ورسره نشته.

دوی وايي د ملي بودیجې څخه غلا کول خیانت دی او په فساد کې ښکیل کسان باید عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

وکیلان همدې مسایلو ته په اشارې وايي چې نړیوالې ټولنې په افغان حکومت کې د شته فساد له امله خپلې مرستې کمې کړي، نو ځکه باید په دې برخه کې جدي ګامونه واخیستل شي او د مفسدینو مخه ونیول شي.

د مرستو د کمېدو خبره په داسې مهال مطرح کېږي چې تازه نړیوال بانک له افغانستان سره په خپلو مرستو کې د ځنډېدو خبر ورکړی دی.

د نړیوال بانک له لوري ولسمشر غني ته په یوه استول شوي لیک کې څو ورځې وړاندې ویلي و چې د افغانستان بانک له لوري د کلي اقتصاد په اړه له نړیوال بانک سره د معلوماتو نه شریکولو له امله خپله ۱۸۰ میلیونه ډالره مرسته ځنډوي.

https://taand.net/%d9%86%da%93%db%8c%d9%88%d8%a7%d9%84-%d8%a8%d8%a7%d9%86%da%a9-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%db%b2%db%b0%db%b0-%d9%85%db%8c%d9%84%db%8c%d9%88-2/

د نړیوال بانک له ادعا وروسته چې د افغانستان بانک په اړه یې کړې په کابل کې د اطلاعات روز ورځپاڼې داسې راپور خپور کړې چې د ولسمشر د سلاکارانو په ګډون ګڼ شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو له ۹۱ کوډ څخه د خپلو شخصي لګښتونو لپاره په غیر قانوني توګه پیسې ایستلي دي.

خو د ولسمشر د سلاکارانو او ویاند په ګډون یو شمېر چارواکو چې په دې لېست کې شامل دي یاد څېړنیز راپور بې اساسه بللی دی.

د ارګ یو شمېر کارکوونکو بیا دا تورونه رد کړي چې ګوندې له ۹۱ کوډ نه چې ورنه د استفادې واک یوازې له ولسمشر سره دی، دوی د شخصي اهدافو لپاره ګټه ترې اخیستې ده.

په ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي دا راپور بې بنسټه دی.

په فرهنګي چارو کې د ولسمشر بل سلاکار شاه حسین مرتضوي هم ویلي چې د اطلاعات روز ادعا بې اساسه ده.

ښاغلي صدیقي د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دې اړه خپور کړي راپور کې د دې تر څنګ چې دقت ته پام نه دی شوی، په خبره یې یو شمېر مشخص کسان په کې په نښه شوي دي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%86%d9%88%d8%b1%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ae%d9%84%d8%a7%d8%b5%d9%88%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d9%84%d9%87-%db%b9%db%b1-%da%a9%d9%88/

۹۱ کوډ نه د استفادې واک یوازې د ولسمشر دی چې بیړنیو حالاتو کې ورنه استفاده کېږي، خو د ولسمشر غني د ولسمشرۍ په تېره دوره کې چې اجرائیه ریاست یې درلود اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته هم د استفادې واک ورکړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب