جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهامریکا په ځينو ایراني شرکتونو او چارواکو بندیز لګولی

امریکا په ځينو ایراني شرکتونو او چارواکو بندیز لګولی

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۹) د امریکا متحده ایالاتو د ایران په ځینو شرکتونو او لوړپوړو چارواکو تازه بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران په المصطفی پوهنتون یې هم د دې لپاره بندیز لګولی چې دغه پوهنتون د قدس سپاه پاسدارانو لپاره سربازان ټولوي.

دغه راز د بندیزونو په دې لېست کې په یمن کې د ایران د سفیر حسن ایرلو نوم هم شامل دی.

ایرلو چې د سپاه پاسدارنو د قدس له څانګې سره د کار کولو مخینه لري تېره اوونۍ یې خپله باور نامه هم هم د د یمن حوثي جنګیالیو ته سپارلې ده.

پمپیو دغه راز ویلي، تر څو پورې چې ایران د دې په اړه تصمیم ونه نیسي چې د یو عادي هېواد په توګه چلند وکړي د دوی بندیزونه به دوام ولري.

امریکا دغه زار المصطفی پوهنتون، یو پاکستان او څو نور کسان چې د ایران، چین، جنوبي کوریا او بریتاینا اوسېدونکو او په وینا یې د ایران لپاره یې کار کولو هم د امریکا تر بندیز لاندې راغلي دي.

د امریکا حکومت له ایران غوښتي ترڅو د یادو بندیزونو د له منځه وړلو لپاره دې د خپلې اټومي برنامې په اړه له امریکا سره خبرې وکړي خو ایران د دوی دغه غوښتنه نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د دغه هېواد د اټومي برنامي پر سر له ډېرې مودې را هیسې ناندرۍ روانې دي او ایران یې تر سختو بندیزونو لاندې راوستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب