تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۹) په داسې حال کې چې د امریکا د درملو او خوړو اداره کورونا ضد واکسین ته د جواز ورکولو په درشل کې ده، د دغه هیواد نوي منتخب ولسمشر جو بایډن ژمنه وکړه چې د واک په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې به ۱۰۰ ملیونو امریکایانو ته د کورونا وایرس په وړاندې واکسین ورکړي.
ټاکل شوې ده چې د جنورۍ په شلمه بایډن د امریکا د ۴۶ ولسمشر په توګه لوړه وکړي او واک رسماً ترلاسه کړي.
ده وویل، حکومت به یې په لومړیو میاشتو کې د کورونا وبا ختمه نه کړای شي خو د دې وبا د چټکې خپرېدا بهیر ټکنی کولی شي.
ده له امریکایانو وغوښتل چې د سلو ورځو لپاره له ماسکه کار واخلي.
له دې سره په یو وخت د امریکا د خوراکي موادو او درملو ادارې (FDI) پرون د فایزر او بیو این ټیک کمپنیو واکسین ته د جواز ورکولو لار هواره کړه.
دې ادارې وویل چې دا واکسین جانبي عوارض نه لري او د کورونا په مخنیوي کې اغېزمن دی.
په امریکا کې څه باندې ۱۵ ملیونه خلک په کورونا وایرس اخته شوي او ۲ لکه ۸۵ زره ورڅخه مړه شوي دي.
په امریکا کې هر درمل او خوراکي مواد مخکې تر دې چې بازار ته ووځي باید د دې ادارې له لوري یې مصونیت تایید شي.
فایزر او بیواین ټیک کمپنیو ویلي چې واکسین یې د کورونا وایرس په مخنیوي کې ۹۵ سلنه بریالی دی.
د امریکا د درملو او خوراکي موادو اداره به سبا پنجشنبه په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي چې د فایزر او بیو این ټیک واکسین ته جواز ورکړي او که نه.